Mar 01, 2021 17:49 Asia/Kabul
  • د یمن په ضد د بندیزونو دوام د یمن والوپه ضدجنایت ثابتوي

محمد علی الحوثي ټينګار کړی ،له امریکا ،عربستان ، اماراتو او د دوي دمتحدانو له تیریګرو هیوادونو څخه لاظالم هیڅوک نشته ، ځکه چې د یمن ولس په کلابندۍ کې دی او په دوامدار ډول پرې یرغلونه او عامې وژلې ئې کوي .

 زمونږخبریال راپور راکړ د  یمن دسیاسی شورا لوړپوړي چارواکي  محمد علی الحوثي  نن پخپل یوه ټولنیز پیغام کې  لیکلی دي ،  دیمن په ضد دبندیزونو دوام ، له هغو ادعاګانو دتیریګرو د لیرې والي  ښودنه کوي ، چې  دسولې په باب ئې مطرح کوي  او دبندیزونو دوام  هغه دلیل دی چې د یمن د  جمهوریت او ولس په ضد د دوي جنایتونه ثابتوي .

 الحوثي روښانه کړې ده ، بندیزونه  د  پوځي حل لارې پر دوامدار ناکامۍ دلیل دی او  له بندونه دیمن د ویستلو لپاره د سیاسی لیدتوګې پر نه درلودلو دلالت کوي .

ټیګونه