په عراق کې د امریکایانو په غیرقانوني ادې باندې توغندیز برید شوی
Mar 03, 2021 17:20 Asia/Kabul
د عراقي سرچینو د راپور سره سم، په عین الاسد کې د امریکایانو په غیرقانوني اډې باندې توغندیز برید شوی دی.
صابرین نیوز لیکلي: دغه برید د کاتیوشا توغندیو په مټ شوي او امریکایان اوس مهال د عین الاسد له برجونو تښتېدلي دي.
په عراق کې د امریکایي ائتلاف ویاند وین ماروتو ویلي چي لږ تر لږه ۱۰ توغندۍ په دغه اډې باندې موښتي دي.
دا په داسي حال کې دی چي د امریکا یرغل ګرو ځواکونو د عراق د پارلمان له قانوني مصوبې څخه په خلافورزی په دغه هیواد کې خپل فوځي حضور خوندی کړی دی.