Mar 04, 2021 14:29 Asia/Kabul
  • پر امریکا موروښانه کړې ده دیمن په ضد دتیریو ترختمیداپورې به حملو ته دوام ورکړو

د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ مشرانو له دې مخکې هم په کرتو ټينګار کړی ، په عربستان د حملو ددرولو شرط به دیمن په ضد جنګ دکلابندۍ ختمول دي .

 زمونږخبریال راپور راکړ د  یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ یوه مسئول مقام  محمد البخیتي  نن له الجزیره ټيلیویژنی چینل سره په خبرو کې وئيلي دي ، په غیر مستقیم ډول له امریکایانو سره تماس ټينګ شوی ، خو هیڅ پرمختګ ئې نه دی درلودلی .

 البخیتي ټينګار کړی ،په دغو غیر مستقیم ارتباط کې موامریکایان  له خپل دریځه  خبر کړي دي ،  چې تر څو د یمن د مظلوم ولس په ضد او ددغه هیواد دبیخ بینائي تاسیساتو په ضد تیري روان وي ،د خپل ځان او خاورې دفاع ته به هماغه راز دوام ورکړو .

  داپه داسې حال کې دي چې  روئيټرز خبری آژانس  د یوه خبر په خپرولو سره ادعا کړې ده ،امریکائي مسئولانو او د یمن د  انصارا...مسئولانو  په عمان کې سره کتلي  او له دوي ئې غوښتي دي له عربستان سره  دې خبرې اترې وکړي  او په مارب دې حمله  هم ودروي .

د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ  مشرانو له دې مخکې هم په کرتو ټينګار کړی ،  په عربستان د حملو ددرولو  شرط  به دیمن په ضد جنګ دکلابندۍ ختمول دي .

Image Caption

 

له یمنه په یوه بل خبر کې وئيل شوي دي ،د یمن دپوځ ویندوي یحیی سریع  نن سهار دعربستان  په خمیس مشیط کې په ملک خالد پوځي مرکز د ډرونز  یونټ دحملې خبر ورکړی او وئيلي دي دغه عملیات دقاصف کې -۲ډوله بې پیلوټه الوتکې په وسیله شوي  او په ملک خالد پوځي مرکز کې په نظر کې په دقت سره نیول شوی  ټارګټ ئې په شیشت کې راوستی  او زیات تاوانونه ئې اړولي دي .

 

 

ټیګونه