عراق له ترهه ګرۍ اوافراط پالنې سره مبارزې ته دوام ورکوي
د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسس د هرکلي په دستورو کې خپلې تسبیح هم د الحشد الشعبي ځواک یوه قوماندان ریان الکلداني ته ډالۍ کړي دي په دې وخت د الحشد الشعبي ځواک مشر فالح الفیاض هم شتون درلود او پاپ فرانسس دعراق د امنیت په ټينګولو کې د الشحد الشعبي ځواک فعالیتونه وستایل .
العالم ټيلیویژني چینل راپور ورکړی ،دعراق ولسمشر برهم صالح پرون ناوخته دبغداد په السلام ماڼۍ کې د نړۍ دکاتولیکانود رهبر پاب فرانسس له رسمي هرکلي وروسته ټينګار کړی دی ، ختیځي مسیحیان ددغه ټاټوبي اوسیدونکي دي او له مسیحیانو پرته د ختیځ تصور نشي کیدلی .
د عراق ولسمشر دمسیحیانو د مهاجرت ددوام خطرناکو نتیجو ته په اشارې سره وئيلی دي ،مونږ دد ین له نامې په ناسمې استفادې سره د افراط پالنې دخوریدا اجازت نه ورکوو او ظلم هیڅکله هم نه منو .
دنړۍ دکاتولیکانو رهبر پاپ فرانسس هم په دغو دستورو کې وئيلی دي ،عراق له کلونو راهسې له ترهه ګرۍ او افراط پالنې کړیږي چې د خلکو د زړونو د دردیدا لامل شوي او دعراق له ولس سره دمرستې بهیر چې غواړي ، دحکومتي اورګانونو له لارې ئې راتلونکی ورغوي ، باید ونه دریږي .
پاپ فرانسس روښانه کړې ده ، باید په دیني ، توکمیزو او فرهنګي ډولوالي کې له موجوده ظرفیَتونو څخه په سمه توګه استفاده وکړو . هغه دې ته په اشارې سره چې ګډ سوله ایز ژوند له عدالت قانون څخه ډکو صادقانه خبرواترو ته اړتیا لري ، د راتلونکي د جوړولو لپاره په عراق کې ګډ سوله ایز ژوند ستایلی او وئیلی ئې دي ، باید هغو ټولو کسانو ته چې غواړي وطن آباد کړي ، او دخلکو خدمت وکړي ، فرصت ورکړو او د یوې ډیموکراټيکې ټولنې د جوړولو په زمینې کې ګډون وکړو .
داپه داسې حال کې دي ، چې د کاتولیکانو رهبر پاپ فرانسس د هرکلي په دستورو کې خپلې تسبیح هم د الحشد الشعبي ځواک یوه قوماندان ریان الکلداني ته ډالۍ کړي دي په دې وخت د الحشد الشعبي ځواک مشر فالح الفیاض هم شتون درلود او پاپ فرانسس دعراق د امنیت په ټينګولو کې د الشحد الشعبي ځواک فعالیتونه وستایل .
پاپ فرانسس ناوخته د عراق له لومړي وزیر مصطفی الکاظمي سره هم کتنه او خبرې کړي دي ،دغه راز د پاپ درې ورځني سفر کې له ستر دینی مرجع آیت ا... سیستاني سره لیده کاته او په اور ښار کې د حضرت ابراهیم علیه السلام دزیږنځاي لیدل هم تر ټولو مهم پروګرامونه دي .