Mar 06, 2021 07:23 Asia/Kabul
  • سعودي  جنګي الوتکو  په مارب ۳۱ځله بمبارۍ وکړې

د یمن د ملی نجات حکومت مرستیال خارجه وزیر حسین العزي د امریکا له سی این این خبری چینل سره په خبرو کې وئيلي دي ،چې دمارب ولایت زیاتره سیمې دسعودي ائيتلاف دنیواکګرو او د دوي دتالي څټو له نیواکه آزادې شوي دي .

ایرنا خبری اژانس  د المسیره ټيلیویژني چینل له قوله راپور راکړ  د سعودي ائیتلاف جنګي  الوتکو  په تیرو  څو ساعتونو کې  د یمن په مارب ولایت  په مدغل، نوبت ، صرواح  او مجزر  ولسوالیو څه دپاسه ۳۱ ځله بمبارۍ کړي  دي.

ددغه راپور په اساس  سعودي ائيتلاف  تیریګرو  همداراز په جوف او صعده ولایتونو کې  هم بمبارۍ کړي دي 

 د  یمن د ملی نجات  حکومت  مرستیال خارجه وزیر حسین العزي  د امریکا له سی این این خبری چینل سره په خبرو کې  وئيلي دي ،چې  دمارب  ولایت زیاتره  سیمې  دسعودي ائيتلاف   دنیواکګرو او د دوي دتالي څټو    له نیواکه آزادې شوي دي .

 د یمن  پوځ اود ولس مبارزو کمیټیو  د مارب نیول شوي  ولایت په لور  هماغه راز خپل پرمختګ ته دوام  ورکړی  او دغه ځواکونه  توانیدلي چې دم ګړۍ ددغه ولایت په ختیځي  سترې لارې  کې ستر بریالیتوبونه ترلاسه کړي  او دغه راز ئې د مارب ښار  له شماله دختیځ په لور هم پرمختګ کړی دی  او ډير زر به درست مارب ولایت  سره د ښار د تیریګرو او جنایتکارو له سپيرو منګولو  آزاد کړي .

 

ټیګونه