Mar 06, 2021 14:57 Asia/Kabul
  • پاپ د عراق د شيعه مسلمانانو له ستر مرجع سره کتنه وکړه

د نړۍ د کېتولېکانو مشر پاپ فرانسېس د عراق په نجف اشرف ښار کښې د دغه هېواد د شيعه مسلمانانو له ستر مرجع آيت الله سيد علي سيستاني سره کتنه او خبرې اترې وکړې.

د عراق د سرکاري خبري آژانس واع د رپوټ له مخې عراقي سرچينو وويل، نن سحر پاپ فرانسېس په نجف اشرف کښې د آيت الله سيستاني استوګن ځاے ته ورغے او دواړو خواو د بندو تنبو شا ته تريوې ګېنټۍ له يو بل سره خبرې اترې وکړې.

د دغه رپوټ له مخې د عراق هيڅ يو سياسي او حکومتي شخصيت د آيت الله سيستاني استوګن ځاے ته د د ننوتلو او په دغو خبرو اترو کښې د ګډون کولو اجازه نه ده لرلې.

پاپ او ورسره پلاوے د آيت الله سيستاني له استوګن ځاے نه له وتلو وروسته د عراق د جنوب په ذي قار صوبه کښې د اور ښار ته لاړ.

پاپ فرانسېس پرون له ماسپښينه وروسته عراق ته لاړ او د عراق د وزيراعظم، مصطفی الکاظمي او ولسمشر برهم صالح په شمول يې د دغه هېواد له لوړرتبه چارواکو سره ليدنې کتنې او خبرې اترې وکړې.

 

ټیګونه