Mar 09, 2021 12:35 Asia/Kabul
  • د عراق د کاظمینو په ټروریستي پېښه کې د یوې ښځي شهادت

د عراق د امنیتي ادارو د اطلاع رسونې کمېټه اعلان وکړ چي د دې هیواد په کاظمین باندې په ټروریستي برید کې یوه ښځه په شهادت رسېدلې ده.

تېره شپه د حضرت امام موسی بن جعفر (ع) د شهادت د کلیزي په مناسبت ګڼ شمېر زیارتوال کاظمینو ته په پښو روان شوي وه  چي د الائمي د پل په سیمه کې له ټروریستي برید سره مخ شول.

د السومریې د خبري چېنل له راپور سره سم، د عراق د امنیتي ادارو د اطلاع رسونې کیمټې اعلان وکړ چي په دې پېښه کې یوه ښځه په شهادت رسېدلې او ۸ نور زیارتوال ټپیان شوي دي.

په زیارتوالو باندې دغه ټروریستي برید د لاسي بم په مټ تر سره شوی دی.

 

 

ټیګونه