Apr 10, 2021 05:34 Asia/Kabul
  • د عربستان الوتکو په مارب ولایت بریدونه کړي دي

زمونږ خبریال وايي د یمن په مرکز کښې په مارب ولایت کښې د پوځ او د ولسي کمیټیو له پراخو پرمختګونو سره په یووخت د سعودي عربستان تیریګرو جنګي الوتکو په دغه ولایت کښې په یوشمیر سیمو سختې بمبارې وکړې .

د یمن د مقاومت ځواکونو په تیرو اونیو کښې د مارب ولایت په جنګ کښې ډیر پرمختګونه  کړي دي .

حاضردمه د سعودي عربستان تیریګر ائتلاف په مارب ولایت کښې د یمن د ځواکونو د سختو عملیاتو په دلیل له پراخو دباونو سره مخامخ دی .

د یمن د مارب د تیلو بډایه او سټراتیژیک ولایت د ازادولو د عملیاتو نوی پړاو څه د پاسه دوه (۲) میاشتې کیږي پیل شوی او د یمن ځواکونه اوس د مارب ښار ته نږدې شوي دي .

دغه راز د یمن د پوځ ویاند پرون وویل  زمونږ یوې (۱) بې پایلوټکې الوتکې د سعودي عربستان په «ابها» هوايي ډګر کښې په پوځي هدفونو بریدونه وکړل .

هغه وویل د یمن عسکرو په دغه برید کښې د «قاصف کی دوه » په نوم بې پایلوټه الوتکه کارولي ده او دغه برید ډیر دقیق و .

د سعودي عربستان په خمیس مشیط کښې د باچا خالد د هوايي ډګر په څنګ کښې د ابها هوايي ډګر په هغو هوايي ډګرونو کښې شامل دی چې د یمن پرضد د سعودي عربستان د ائتلاف زیاتې حملې له دغو دوو (۲) هوايي اډو څخه ترسره کیږي .

 

ټیګونه