Apr 12, 2021 12:38 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان په یمن بریدونو ته دوام ورکړی

المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د منبه د سرحدي ولسوالۍ د الرقو سیمې ته نږدې د سعودي عربستان د سرحدي ځواکونو په ډزو کښې د یمن په شمال کښې په صعده ولایت کښې یو(۱) ملکي وګړی ووژل شو .

بیګا شپه هم د سعودي عربستان د تیریګرو جنګي الوتکو لخوا د یمن په صعده ولایت کښې په پراخو بمباریو کښې دوه (۲) ملکي وګړي وژل شوي او څو نور ژوبل شوي وو .

سعودي عربستان د امریکا ، د متحده عربي اماراتو، بحرین ، صهیونیسټ رژيم او د څو نورو هیوادونو په ملاتړ سره د دوه زره پینځلسم (۲۰۱۵) میلادي کال له مارچ میاشتې راهسې په یمن باندې پوځي تیریو او د ځمکې ، هوا او د سمندر له لارې کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .

په یمن کښې د سعودي عربستان او د هغه د ملګرو په جنګونو  کښې تراوسه د دغه هیواد له شپاړس زرو (۱۶۰۰۰) څخه زیات بې ګناه ښاریز وژل شوي ، په لسګونو زره نور ژوبل شوي او میلیونونو خلک کډوال شوي هم دي .

 

ټیګونه