Apr 19, 2021 10:42 Asia/Kabul
  • امریکا د سوريې شمال ختیځ ته وسلې واستولې

د سوریې سانا خبري اژانس راپور ورکړ د امریکا ترهګرو عسکرو نوي پوځي تجهیزات د سوریې شمال ختیځ ته واستول .

ځايي سرچینو نن وویل د امریکا یو(۱) پوځي کاروان چې د وسلو او پوځي تجهیزاتو څلرویشت(۲۴) ټرکونه پکښې شامل وو د سوریې په شمال ختیځ کښې له « الولید» غیر قانوني لارې څخه د سوریې خاورې ته ورننوتلی دی .

ځايي سرچینو وویل د امریکا په دغه پوځي کاروان کښې وسلې، مهمات او ټانکرونه شامل دي چې له «رمیلان» سیمې څخه د «قامشلي» په لور او له هغه ځایه بیا د ولایت په جنوب کښې د امریکا د اډو په لور روان شو .

له دغه پوځي کاروان مخکې پینځه (۵) زغرګاډي چې د امریکا د عسکرو له هوايي ملاتړ څخه برخمن و دغه سیمې ته ورسیدل .

د سوریې په ختیځ او شمال ختیځ کښې د امریکا د عسکرو او عناصرو غیر قانوني شتون د تیلو د سترو سرچینو د شتون په وجه دی او په ځلونو له  دغو سیمو څخه د سوریې د تیلو د چورتالان په هکله راپورونه خپاره شوي دي .

د سوریې حکومت تل ټینګار کړی په دغه سیمه کښې د امریکا شتون غیرقانوني دی او دغه نیواکګرۍ به پاې ته ورسوي .

 

ټیګونه