Jul 08, 2021 15:01 Asia/Kabul
  • د پاکستان د پوځ مشر قطر ته تللی

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا د دوه اړخیزه اړیکو د پراخولو او دامنیتي سلامشورو لپاره قطر ته لاړ .

د پاکستان د پوځ مشر باجوا قطر ته په دوه(۲) ورځني سفر کښې په جلا جلا ډول د لومړي وزیر له مرستیال ، دفاع وزیر او د وسله والو ځواکونو له مشر سره کتنه کوي او د دلچسپۍ وړ موضوعګانو ، د امنیتي او دفاعي ملګرتیاو او دغه راز د سیمې د سیاسي او د امنیتي بدلونونو په هکله خبرې کوي .

 

ټیګونه