Jul 27, 2021 16:28 Asia/Kabul

له دې مخکې هم یوشمیرافغان پوځي افسران او پرسنل د پاکستان سرحدي ځواک ته د ژوند دژغورلول په خاطر پناه وروړلې وه چې هغه هم په احترام سره خوندي ساتل شوي او وروسته  دافغانستان دحکومت په غوښتنې سره هغوي ته سپارل شوي وو . 

زمونږخبریال  د جنګ انټرنیټي سایټ له قوله را پور راکړ،په افغانستان کې دطالبانو ډلې دحملو په زیاتیدا پسې د چترال سیمې په سرحدي سیموکې دپاکستان پوځي ځواکونو ته ورغلي یو شمیر افغان بوځي افسران او پرسنل چې پرون ئې خپلې پستې پریښودلي او د ژوند د ساتلو په خاطر ئې پناه وروړې وه، نن په ډیر احترام سره او د ډالیو په ورکولو سره بیرته د افغانستان دحکومت په غوښتنې سره هغوي ته سپارل شوي دي .

 دپاکستان دپوځ آئي ایس پي آر ادارې  دیوې خبرتیا په خپرولو سره وئيلي دي،د چترال له اروندو سیکټر سره په شاوخوا کې د افغانستان دسرحدي ځواک یو شمیر  افسران او پرسنلو ورته دمرستې غوښتنه کړې وه چې له یو لړ قانوني مرحلو بشبړلو وروسته ورسره مرسته شوي او دهغوي ژوند ژغورل شوی او پناه ورکړل شوي  وه چې نن بیرته خپل هیواد ته په احترام سره لیږدول شوي دي .

داپه داسې حال کې دي چې له دې مخکې هم یوشمیرافغان پوځي افسران او پرسنل د پاکستان سرحدي ځواک ته د ژوند دژغورلول په خاطر پناه وروړلې وه چې هغه هم په احترام سره خوندي ساتل شوي او وروسته  دافغانستان دحکومت په غوښتنې سره هغوي ته سپارل شوي وو . 

 

ټیګونه