Jul 31, 2021 12:28 Asia/Kabul
  • د پاکستان لومړی وزیر د افغانستان له غوښتنې سره مخالفت وکړ

عمران خان وویل مونږ ته پته ده چی د افغانستان نیمه خاوره د طالبانو په کنټرول کې ده ، له دي امله دا ډله ه دپاکستان له خاوري استفادي ته اړتیا نلری .

د الجزیرې چینل له راپور سره سم  د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل افغان دولت له مونږه غواړی چی د هر هغه چا پرضد چی له طالبانو سره ملګرتیا کوی یا هغو طالب قوماندانانو پرضد چی په پاکستان کې استوګن دي ، پوځی عملیات ترسره کړو . خو زمونږ دریځ روښانه دې ، مونږه هر کار کوو خو له خپلو ځواکونو به طالبانو پرضد استفاده ونکړو . عمران خان وویل مونږ ته پته ده چی د افغانستان نیمه خاوره د طالبانو په کنټرول کې ده ،  له دي امله دا ډله ه دپاکستان  له خاوري استفادي ته اړتیا نلری .

عمران خان همداراز ویلی دی پاکستان به له افغانستان څخه د امریکا او د هغې د ائتلافي هیوادونو د پوځیانو له وتلو وروسته د طالبانو د اقداماتو مسول نه وي او زیاته یې کړه زما حکومت د طالبانو ډلې ویاند نه دی .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل د افغانستان طالبان چې کوم اقدامات ترسره کوي یا یې نه ترسره کوي له اسلام اباد سره هیڅ اړه نلري او مونږ د طالبانو او د دغه ډلې د اقداماتو مسول نه یوو .

د عمران خان دغه څرګندونې د پاکستان د بیا بیا خبرداریو د تکراریدا دوام دی او پاکستان وايي که چیرې د افغانستان د سولې خبرې اترې له مینځه ولاړې نو پاکستان به یې مسولیت پرغاړه وانخلي .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان  وویل په افغانستان کښې د کورني جنګ رامینځته کیدل د پاکستان په ګټه نه دی او زیاته یې کړه د افغانستان د نیولو لپاره د کومې ډلې له ملاتړ کولو پاکستان کومه ګټه ترلاسه کولی شي .؟

هغه وویل یوه خبره واضح ده او هغه دا چې هیڅ ډله به بریالۍ نشي چې افغانستان ونیسي .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل اسلام اباد د سټراټیژیک ژور والي سیاست تعقیب کړی دی او پاکستان په افغانستان کښې د هندوستان په نفوذ اندیښمن دی .

عمران خان وویل دا خبره له پاکستان سره هیڅ اړه نلري چې د ناټو یولک پنځوس زره پوځیان په افغانستان کښې بریالي نشول او دا هغه څه دي چې امریکا په ویټنام کښې ترسره کړل او زیاته یې کړه امریکا په ویټنام جنګ کښې ناکامه شوه او تور یې بیا په کامبوډیا او لاوس هیوادونو ولګاوه .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل امریکا باید د قدرت له دریځه د افغانستان له طالبانو سره خبرې کولی .

هغه وویل زه باوري یم چې د افغانستان مسله پوځي حل لاره نلري .

 

 

ټیګونه