Aug 01, 2021 06:30 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې د فارسۍ ژبې او د خطاطۍ د هنر ښوونه پیل شوه

پاکستان کښې د فارسي ژبې او د خطاطۍ د هنر د ښوونې نوی پړاؤ شروع شوی دی

د غدیر خم د نیکمرغه اختر له جشن سره هممهاله د فارسۍ ژبې او د خطاطۍ او نقش نګارۍ د هنر د اوړي پړاؤ له تیرې پنجشنبې څخه د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکز لاهور ښار کښې پیل شو.

په لاهور کښې د فارسۍ ژبې او خطاطۍ او ایراني نقش نګارۍ د یادونې د دوبني پړاؤ د پرانیستې په مراسمو کښې په دغه ښار کښې د ایران د کلتور خونې مشر جعفر روناس فارسي ژبې او ادبیاتو په دودولو او هم داشان د پاکستان په شمول اسلامي هیوادونو کښې د ایراني هنر د پراختیا په لړ کښې د دغه ارګان د دندې په بیانولو سره وویل: د اوړي په دې پړاؤ کښې به د مقدماتي، ابتدايي او په منځنۍ کچه د فارسي ژبې زده کړه ورکړې شي.

هغه د بډایه ایراني هنر له خزانو سره د پاکستان د ځوان نسل د بلدتیا د ضرورت په بیانولو سره وویل چې په دې مودې یعنې سږني اوړي کښې به د خوشخطۍ او نګارګرۍ یا پینټنګ کلاسونه هم پیل شي.

 

ټیګونه