Aug 03, 2021 05:35 Asia/Kabul
  • پاکستاني ځوانانو کښې د ولایت مننې د کلتور دودیدل ضروري دي

د پاکستان یوه ډله سیاسي او مذهبي مشرانو د دغه هیواد د شیعه مسلمانانو د ارواښاد مشر عارف حسین الحسیني د شهادت د کلیزې په نمانځغونډه کښې د اسلامي امت په ځوانانو کښې د ولایت منلو د کلتور د دودیدو په ضرورت باندې ټینګار وکړ.

د پاکستان یوه ډله سیاسي او مذهبي مشرانو د دغه هیواد د شیعه مسلمانانو د ارواښاد مشر عارف حسین الحسیني د شهادت د کلیزې په نمانځغونډه کښې د اسلامي امت په ځوانانو کښې د ولایت منلو د کلتور د دودیدو په ضرورت باندې ټینګار وکړ.

د علامه سید عارف حسین الحسیني د شهادت په درې دیرشمه کلیزه د پاکستان په راولپنډۍ ښار کښې د دغه هیواد د ډیرو سیاسي او مذهبي مشرانو په شتون سره یوه ستره غونډه وشوه.

د پاکستان د مجلس وحدتِ مسلمین ګوند په همت ترسره شویو دغو دستورو کښې ویناوالو په دې خبرې سره چې د شهید علامه عارف حسین الحسیني ژوند د ټولو مسلمانانو لپاره یو مثال او سمبول دی، وویل: ترټولو مهم پیغام چې دغه شهید په خپل عمل، فعالیت او انقلابي افکارو سره مونږ ته راکړ، د ولایت منلو او د ولي فقیه د اطاعت رواجول دي.

ویناوالو په دې خبرې سره چې دغه ستر شهید  د امام خمیني(رح) د افکارو پیروکار او په پاکستان کښې د اسلامي حکمونو اجرا کونکی و، زیاته کړه: نړیوال استکبار چې د اسلامي امت په یووالي او پیوستون کښې د علامه عارف حسین په انقلابي رول پوه شوی و او دوي یې د خپلو استکباري سیاستونو د اجرا د لاړې خنډ ګڼه، ډیر په ناځوانمردۍ سره یې شهید کړ.

د ویلو ده چې علامه شهید عارف حسین الحسیني د ۱۹۸۸ کال د آګست په پنځمه نیټه د جمعې په ورځ د سهار له لمانځه وروسته په پیښور کښې په خپلې علمیه مدرسې کښې د وسله والې حملې هدف وګرځیده او شهید شو.

 

ټیګونه