Sep 10, 2021 14:05 Asia/Kabul
  • په  پاکستان کښې د افغانستان د شپږو (۶) ګاونډیو هیوادونو ګډه خبر پاڼه :-

د پاکستان د باندنیو چارو وزارت د افغانستان د شپږو (۶) ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د ګډې بیانیې په خپرولو سره وویل د افغانستان خلک باید خپل راتلونکي وټاکي او د سولې او د پخلاینې هرډو پلان د ولس له ایډیالونو سره سمون ولري .

په دغه بیانیې کښې ټینګار شوی دی د افغانستان د شپږو(۶)ګاونډیو هیوادونو یعني  د ایران اسلامي جمهوریت ، د ترکمنستان د  ازبکستان  د تاجیکستان د چین او د پاکستان د خارجه وزیرانو د اینټرنیټ له لارې غونډه په رغنده فضا کښې ترسره شوه .

بې شکه په افغانستان کښې د یوه(۱) پراخ بنسټه او د ازاد حکومت د جوړید د ضرورت په هکله د دغه هیواد د شپږو (۶) ګاونډیو هیوادونو په غونډې کښې ترلاسه شوي موافقې ډیرې مهمې او ارزښمنې دي او په حقیقت کښې د افغانستان خلک همدا غواړي .

د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د خارجه وزیرانو په خبر پانه کښې دوې (۲) مسلې د پام وړ دي .

لومړۍ(۱) غوښتنې چې د خلکو لخوا مطرح دي او هیله لري طالبان هغه اجرا کړي د خپل برخلیک په خپله  ټاکل او په هیواد کښې د سولې او د ارامښت ټینګیدل دي .

د افغانستان ګاونډیو هیوادونو هم د دغه هیواد له خلکو سره د ضروري په تیره بیا د طبي مرستو کولو او افغانستان ته د شیانو د پرله پسې د انتقال لپاره د خپلو بندرونو د خلاص پریښودلو ژمنه کړي ده .

دغه مصوبې د دې ښودنه کوي چې ګاونډي هیوادونه  د افغانستان حالت ته کاملا پام لري او هڅه کوي چې په دغه هیواد کښې د انساني کړکیچ کم کړي .

په تیرو دوو (۲) اونیو کښې چې افغانستان د امریکا او د ناټو تړون په نیواک کښې و په هیواد او سیمه کښې سیاسي ټولنو د دغه هیواد د کړکیچ یوازنۍ حل لاره د سیمې د هیوادونو مرستې بللې چې د متقابلو ګټو او حقوقو د رعایتولو په ترڅ کښې افغانستان له کړکیچه ووځي .

په دې زمینه کښې په افغانستان کښې د سیاسي مسائیلو کارپيژاند احمد سعیدي وویل د افغانستان ګاونډي هیوادونه د دغه هیواد د خلکو د مشکلاتو په حل کولو او د ارامښت په ټینګولو کښې مهم او کلیدي رول لري او په عین حال کښې دغه اړیکې باید د دوه اړخیزه  هیلو د تامینیدا او د  متقابلو ګټو د ساتنې پراساس وي .

حقیقت دا دی چې امریکا او نورو لویدیځو هیوادونو په تیرو شلو(۲۰) کلونو کښې د افغانستان د کړکیچ د حل لپاره د سیمې په تیره بیا د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو ته د مرستې اجازه ورنکړه .

خو اوس چې په افغانستان کښې شرایط بدل شوي دي د افغانستان له خلکو سره د ګاونډیو هیوادونو د مرستې لپاره مناسبه فضا برابره ده .

منتهی طالبان په افغانستان باندې د کنټرول لرونکي  ډلې په توګه باید خپل هیواد ته د بیلابیلو مرستو د  رسیدا لپاره ضروري شرایط او زمینه برابره کړي .

بې شکه په افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ په رسمیت د پیژندلو لپاره د طالبانو او د دغه ډلې د اصلي ملاتړي په توګه د پاکستان هڅه د افغانستان د مشکلاتو له حل سره مرسته نشي کولای  .

په  عین حال کښې پاکستان باید په افغانستان کښې له اغیز شیندونکو هیوادونو سره د خپلو شخړو سویه کمه کړي او رغنده تعامل د چټي تاوتریخوالو ځای ناستی کړي .

په نیو امریکا(NEW AMERICA) مرکز کښې د سیاسي مسائیلو کارپيژاند سټیو کول (STEAV COL) باوري دی «د افغانستان د ګاونډیو او د سیمې   د هیوادونو سیالۍ باید د افغانستان له بیا رغونې سره په مرستې او تعامل بدلې شي . د افغانستان پیښو ته هراړخیزه کتنه د دغه هیواد د کړکیچ یوازنی حل لاره ده .»

په هر حال د افغانستان د خلکو په تیره بیا د بیلابیلو قومونو د حقوقو د تامینولو لپاره د طالبانو او د پاکستان حرکت او د خلکو لخوا د خپل برخلیک د ټاکلو او د ازاد افغانستان د رامینځته کولو په هکله د افغانستان د شپږو (۶) ګاونډیو هیوادونو د بیانیې د مهمې مادې اجرا کول د افغانستان د روان کړکیچ

 د حل لپاره د زمینې د جوړولو لپاره لومړی(۱) او مهم ګام دی .

په بله بڼه کښې داسې نه ښکاري چې د بیلابیلو غونډو ترسره کیدا او د بیانیو خپرول په یوازې ځان وکولای شي په افغانستان کښې د طالبانو مشکلات  حل کړي او د افغانستان په چارو کښې د پاکستان لاسوهنې چې د دغه هیواد د خلکو له اعتراض سره مخ دي توجیه کړي .

 

ټیګونه