Sep 10, 2021 15:15 Asia/Kabul
  • دنیا باید له طالبانو سره تعامل ولري

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي نن په اسلام اباد کښې د اسپانیا له خارجه وزیر خوزه مانوئل الباریز (Jose Manuel Albares) سره په ګډ خبري کانفرنس کښې وویل په افغانستان کښې یو (۱) واقعیت شته او نړۍ ضرورت لري چې طالبان په رسمیت وپیژندي او ورسره تعامل ولري .

قریشي وویل په افغانستان کښې یو (۱)نوی واقعیت دی او دنیا باید دغه نوی واقعیت ومني او وسره تعامل وکړي .

د پاکستان خارجه وزیر وویل تر ټولو ښه مخ ته پرته لاره د طالبانو په نړیواله سویه د څنګ ته کولو پرځاې له طالبانو سره نړیوال تعامل لرل دي او زیاته یې کړه چې د طالبانو څنګ ته کول به ناخوښې پایلې ولري .

هغه وویل د طالبانو څنګ ته کول به د افغانستان د  سیمې او حتی د نړۍ لپاره ګټه ونلري .

د پاکستان خارجه وزیر قریشي وویل د نوي لارې خپلې ته ضرورت شته او زیاته یې کړه  ګواښ ،  دباو او ویرول نتیجه نه ورکوي او دغه حقیقت باید ومنو .

 

ټیګونه