Sep 11, 2021 05:09 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې به انساني ناؤرین رامینځّةشي که نړیوال توجه ونه کړي

د افغانستان  داقتصادي دړې وړې کیدا  یا ددغه هیواد د اقتصادي  حالاتو د لا خرابیدا  څخه د غړیدا لپاره  مالی سرچینو  ته د افغانستان لاس رسی اړین دی .

 آناتولي خبری آژانس راپور ورکړ ، په ملګروملتو کې د پاکستان سفیر منیر اکرم  د ملګروملتو  دامنیت شورا په غونډې کې خبرداری ورکړ ،نړۍ باید  په افغانستان کې د حالاتو د لاخرابیدا  مخنیوی وکړي ، ځکه دا موضوع  د کډوالۍ په ستر بحران بدلیدلی  او په سیمې کې د سولې ، ثبات او  اوامنیت بهیر تر پوښتنې لاندې وروستلی شي .

 په ملګروملتو کې د پاکستان سفیر وئيلي دي ، په افغانستان کې په کرونائي، نښتو ، د پخوانیو حکومتونو په ناکامیوم او همداراز  پّ دغه هیواد کې  د مالي اواداري فساد په زیاتیدا پسې  ددغه هیواد  انساني حالات لاترینګلي شوي دي او  کابو اتلس میلیون خلک  دانسان دوستۍ  له لومړنیو  مرستو ته ډیره زیاته اړتیا لري . منیر اکرم  ووئیل نړیواله ټولنه باید  له تیر وخته عبرت واخلي ، ځکه  په افغانستان کې بې ثباتي او اقتصادي  ترینګلتیاوې  ددغه هیواد د ولس  دکړاؤنو د دوام او دنښتو دزیاتیدا  سبب کیدلی  شي چې  دا وضعیّت د هیچا په ګټه نه دی .

 په ملګروملتو کې د پاکستان سفیر  همداراز په دې په ټينګار سره چې   اوسنی افغانستان  دبحران په یوې څلور لاري ولاړ دی  او ددغه هیواد ولس   د نړیوالې ټولنې په مرستو اوملاتړونو سره  خپله سوله ساتلی  او  پراختیائي چارې برمخ بیولی شي ،زیاته کړې ده ،  د افغانستان  داقتصادي دړې وړې کیدا  یا ددغه هیواد د اقتصادي  حالاتو د لا خرابیدا  څخه د غړیدا لپاره  مالی سرچینو  ته د افغانستان لاس رسی اړین دی .

 

ټیګونه