Sep 11, 2021 06:21 Asia/Kabul
  •  ایران اوپاکستان دې ددښمنانو جعلی پروپیګنډوته ځیر ووسي  

د سټراژيکو   چارو دغه کارپیژاندي زیاته کړې ده ،ایران او پاکستان ددو وروڼو ملتونو د نزدیکیدا او د اړیکو دپیاوړتیا لپاره ډيرې هلې ځلې کړي دي،پر دې اساس باید دغه هلې ځلې  دې ضائع نه کړي . 

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ ،  دپاکستان د پوهنتونونو دسیاسی  علومو او نړیوالو اړیکو  یوه مشهور استاد  ډاکټر فاروق حسنات  بیګا په  خپل ټولنیز پیغام کې  لیکلی دي ، دافغانستان په باب د غلطو اطلاعاتو  د خپریدا لپاره  ډير زیات خوځښتونه  روان دي  او باید درست دې ځير ووسي . ډاکټر حسنات  همداراز  د دوو مهمو ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د ناسم تفاهم د رامینځةکولو لپاره د ګډو دښمنانو  دهلوځلو په نسبت د اسلامی ایران او پاکستان  د هوښیارۍ او ځیرتیا په ضرورت په   ټينګار سره  وئیلي دي ،   د ګډو د ښمنانو له منفي پروپیګنډو سره  مقابله ، د ایران او پاکستان  ترمینځ پیاوړي ملګرتیا پراختیا ته اړتیا لري  څو  دواړه  هیوادونه  دناسم تفاهم اجازت ورنکړي .

د سټراژيکو   چارو دغه کارپیژاندي زیاته کړې ده ،ایران او پاکستان ددو وروڼو ملتونو د نزدیکیدا او د اړیکو دپیاوړتیا لپاره ډيرې هلې ځلې کړي دي،پر دې اساس باید دغه هلې ځلې  دې ضائع نه کړي .  ډاکټر فاروق حسنات ټينګار کړی ، چې  د افغانستان په بحث او  متقابلو سیاسیتو  کې دغږملتیا په رامینځةکولو کې   دتهران او اسلام اباد ترمینځ لازیاتو  ملګرتیاؤ ته   ضرورت دی ، ځکه دښمنان او دمسلمانانو  ضد ځواکونه  د غلطو اطلاعاتو  او تبلیغاتو  په لټه کې  دي .  

 

ټیګونه