Sep 12, 2021 15:30 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې سختو ورښتونو او سیل په لسګونوکسانو ته مرګ ژوبلې واړولې

تیر کال هم  په پآکستان کې  د مځکې دخوئيدو او د ورښتونو او سیلاب  له امله  په طبیعي پيښو  سره په ارتباط  په دغه هیواد کې لږترلږه  دوه سوه شل کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی ؤ.

 ایرنا خبري آژانس راپور راکړ ،  دپآکستان رسندویو  نن  د دغه هیواد په شمال لویدیځ او ختیځ کې  دسختو ورښتونو  خبر ورکړی  او وئيلي ئې دي ،د پنجاب  او خیبر پختونخواه صوبو  په مختلفو سیمو کې  په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې په سختو ورښتونو کې  کا بو اتلس کسان وژل شوي او په لسګونو کورونو او مځکو ته تاوانونه  اوښتي دي .  

د سیلاب  پشمول  له ورښتونو سره اړونده طبیعي پيښې ، د پاکستان په شمال او جنوبی  سیمو کې د بیړني حالت داعلانیدا لامل شوي  او د موسمیاتو محکمې  په راتلونکو شپو ورځو کې لازیات ورښتونه اټکل کړي دي .

په تیر اوړي کې هم   سختو ورښتونو اوسیلاب  دپاکستان  اړونده مسئولان  غافلګیر کړي وو او  په دغه هیواد کې ئې د ورانیو   دتیرو  سلو کلونو ریکارډ مات کړی  ؤ . تیر کال هم  په پآکستان کې  د مځکې دخوئيدو او د ورښتونو او سیلاب  له امله  په طبیعي پيښو  سره په ارتباط  په دغه هیواد کې لږترلږه  دوه سوه شل کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی ؤ.

 

ټیګونه