Sep 13, 2021 04:27 Asia/Kabul
  • پاکستان په روپۍ  سره له افغانستان سره تجارت کوي

فارس خبري اژانس وايي د پاکستان د مالیې وزیر شوکت ترین له افغانستان سره په تجارتي راکړو ورکړو کښې د امریکا د ډالر د حذفولو خبر ورکړ .

هغه وویل له پاکستان سره تجارتي راکړه ورکړه په روپۍ یعني کلدارو  سره ترسره کیږي .

شوکت ترین زیاته کړه له افغانستان سره تجارت به د پاکستان په روپۍ سره وشي ځکه چې افغانستان د ډالرو له کمښت سره مخ دی .

د پاکستان د مالیې وزیر شوکت ترین وویل حاضردمه د افغانستان لس (۱۰) میلیارډه ډالره خارجي ذخیرې بندې شوي او د پیسو نړیوال صندوق ايي ایم ایف او نړیوال بانک د افغانستان دغه لس (۱۰) میلیارډه ډالر له ځانونو سره ساتلي دي .

شوکت ترین د افغانستان حالاتو ته په اشارې سره وویل د دغه هیواد حالت هره ورځ څیړل کیږي او هره ورځ یوشمیر کسان له پاکستان څځه د بیلابیلو کارونو د ترسره کولو لپاره افغانستان ته استول کیږي خو په افغانستان کښې د خوراکي شیانو کمښت د هیواد خلکو ته ګواښ کوي .

 

ټیګونه