Sep 20, 2021 14:26 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د ټول شموله حکومت دجوړیدا لپاره له طالبانو سره دپاکستان خبرې اترې

 که څه هم  طالبانو  په همداوروستیو کې د داخلی او نړیوالو  دباؤنو له امله  وئیلي دي  چې  دافغانستان اوسنۍ کابینه موقتي ده ، او په څو راتلونکومیاشتو کې  ددغه هیواد اصلي کابینه معرفي کیږي .

د پاکستان لومړي وزیر ووئیل ،د اسلام اباد چارواکو په افغانستان کې د تاجیکو ، ازبکانو او هزارګانو پشمول  د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو لپاره له طالبانو ډلې سره خبرې اترې پیل کړي دي .

  عمران خان  دغه فیصله  په تاجیکستان کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو له مشرانو سره په تیره بیا  د تاجیکستان له ولسمشر امامعلی رحمان سره  له خپلو لیدو کاتو وروسته  کړې ده .

 دپاکستان لومړي وزیر پخپل پیغام کې روښانه کړې ده ، له څلویښت کلنو  شخړو او جنګ جګړو وروسته  ، ټولشموله حکومت ،په افغانستان کې  دسولې  او ثبات له ټينګیدا سره  مرسته کوي  او دا چاره هم د کابل په ګټه او هم د سیمې په ګټه ده .

 عمران دغه راز وئیلي دي ،  په دوشنبې ښار کې د افغانستان  دګاونډیو هیوادونو له مشرانو په تیره بیا  د تاجیکستان  له ولسمشر امامعلی رحمان سره   له اوږدو خبرواترو وروسته ، ئې  په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړیدا لپاره   له  طالبانو سره خبرې اترې پیل کړي دي .

 په افغانستان کې  د یوه  پراخ بنسټه حکومت  دجوړیدا لپاره  له طالبانو سره د  پاکستان د حکومت د  خبرواترو د پیلیدا په باب ددغه هیواد دلومړي وزیر څرګندونې  ، د افغانستان  په سیاسی راتلونکي کې  د درستو ډلو ټپلو  د مشارکت د شعار  له پوره کیدا سره د مرستې لپاره د اسلام اباد  د هلو ځلو ښودنه کوي .

  سره له دې چې ،په افغانستان  د اشرف غني  د حکومت  له نسکوریدا سره په یووخت  د اګست له پنځلسمې نیټې، طالبانو، په دغه هیواد کې د ټولشموله حکومت د جوړیدا شعار مطرح کړی ، خو  تر دې دمه  دغه شعار ته د پابندۍ کومه نښه نښانه  نه ده لیدل شوي . 

 په تیره بیا دا چې  د طالبانو له خوا د افغانستان د نوي کابینې له جوړیدا وروسته ، مشخصه شوې چې  دغه کابینه   دافغانستان په ټولنې کې  دشته ؤ درستو قومونو  نمایندګي نه کوي او د دغې ډلې  په وسیله  اعلان شوی حکومت  د طالبانو د غړو دی  چې  د افغانستان  د وزارتونو د کنټرولولو لپاره  معرفي شوي دي .

  همدا موضوع سبب شوي څو  په افغانستان کې ځیني سیاسی شخصیتونه او ډلې ټپلې  دطالبانو د معرفی شوي کابینې  پر معرفی کیدا اعتراض وکړي  او دا  په دغه هیواد کې د یوه مشخص تفکر او ډلې  په انحصار کې  وګڼي .

 که څه هم  طالبانو  په همداوروستیو کې د داخلی او نړیوالو  دباؤنو له امله  وئیلي دي  چې  دافغانستان اوسنۍ کابینه موقتي ده ، او په څو راتلونکومیاشتو کې  ددغه هیواد اصلي کابینه معرفي کیږي .

په داسې شرائطو کې  چې  د افغانستان په داخل کې  او په نړیواله سویه  له طالبانو تمه  کیږي ، چې  د یوه ټولشموله حکومت د جوړیدا لپاره پخپلو  ژمنو عمل وکړي ،  په دغه بهیر کې هرډول ځنډ او دوکه   له سختو نړیوالو  او ملی غبرګونونو سره مخامخ شي .

په همدې دلیل ده چې  اټکل کیږي ،  طالبان د اوسنۍ کابینې   په موقتي اعلانولو سره  ددغو دباؤنو د کمولو لپاره  په افغانستان کې د نورو قومونو له ډلو ټپلو سره  دسلامشورو په  لټه کې دي . 

 په تیره بیا دا چې په وروستیو میاشتو کې  لویدیځي هیوادونو په افغانستان کې د اوسنۍ ډیموکراسۍ  دخلاف ورزۍ په بڼه کې  د طالبانو په ضد د لازیاتو بندیزونو په باب خبرداری ورکړی دی . 

په دغه شان شرائطو کې  ده چې پاکستان ددې لپاره چې   په افغانستان کې دطالبانو د حکمرانۍ له کبله  اوسنۍ فضا کنټرول کړائ شي  او  پر دغې ډلې د هرډول لازیاتو او سختو شرائطومخه ونیسي ، دټولشموله  حکومت د جوړیدا لپاره له طالبانو سره  دخبرواترو صحنې ته وارد شوی دی . په بله معنا ،  پاکستان نیّت لري ، په داسې شرائطو کې چې طالبانو په افغانستان کې  قدرت  په لاس کې اخستی ،  دواکوالۍ  په ډګر کې خپلې تجروبې ته په پام سره ،  په دغه هیواد کې  ددغې ډلې دقدرت د تل پاتیکیدا زمینه پیاوړي کړي . 

په تاجیکستان کې  دشانګهائي ملګرتیا موسسې  وروستۍ سرمشریزې کې  هم ګډون کونکو  په اجماع سره  دافغانستان  په سیاسی راتلونکي کې د درستو قومي ډلو ټپلو  دمشارکت د زمینې د برابرولو   او دټولشموله  حکومت دجوړیدا په ضرورت ټینګار کړی ، چې دا موضوع په افغانستان کې د یوې ډلې  یا تفکر د حکومت پر جوړیدا دټینګار په بڼه کې  طالبانو ته دسیمه ایز او نړیوالو غبرګون ښودونکي  ده .

 

ټیګونه