Sep 24, 2021 05:03 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه دې طالبان په رسمیّت وپيژني 

  د پاکستان خارجه وزیر یو ځل بیا له امریکا ،  ائي ایم  ایف  او نورو هغو هیوادونو څخه چې  دافغانستان شتمنۍ ئې  تړلي دي ،غوښتي  ، څو دغه شتمنۍ دې سملاسي آزادې کړي څو د افغانستان ولس  له لوږې او بې وځلۍ وژغورل شي .

زمونږخبریال د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ ،  د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی چې  د ملګروملتو دعمومي اسمبلۍ په غونډې کې دګډون لپاره نیویارک ته تللی ،  وئیلی دي ،نړیواله ټولنه  باید  داسې لارې چارې پيدا کړي ، چې  د طالبانو دسیاسی رواوالی  اووروسته له دوي سره دخبرواترو لامل شي .

  د پاکستان خارجه وزیر یو ځل بیا له امریکا ،  ائي ایم  ایف  او نورو هغو هیوادونو څخه چې  دافغانستان شتمنۍ ئې  تړلي دي ،غوښتي  ، څو دغه شتمنۍ دې سملاسي آزادې کړي څو د افغانستان ولس  له لوږې او بې وځلۍ وژغورل شي .

 داپه داسې حال کې دي چې  د نړۍ هیوادونو  د افغانستان د ولس  د روا نماینده  په توګه  دطالبانو   د منلو  اصلی وارمخکې شرطونه  ،  دبشری حقوقو  ر رعایتول ، ټولشموله حکومت جوړول  او  د ترهه ګرۍ د  امن په ځاي د ا فغانستان  نه بدلیدا  بللی دي .

 همداراز په یوله بل  خبر کې فارس خبريي آژانس   راپور ورکړی ، د ملګروملتو امنیت شورا  پرون د امریکا په غوښتنې سره ،د افغانستان د طالبانو د څوارلسو لوړپوړو مسئولانو  پر سفرونو دبندیز د غوښتنې په باب بحث کړی او  د دغو کسانو پر مسافرت لګیدل شوی بندیز ئې ددسمبر تر ۲۳ نیټې پورې یعني تر نوي ورځو پورې یو ځل بیا تمدید کړ .

 

ټیګونه