Oct 19, 2021 07:37 Asia/Kabul
  • پاکستان زرګونو افغان محصلانو ته د تورخم لار پرانیستله

پاکستان پرون زرګونو افغان محصلانو ته اجازه ورکړه چې په تورخم ورواوړي.

پاکستان پرون زرګونو افغان محصلانو ته اجازه ورکړه چې په تورخم ورواوړي.

تاند خبري سایټ لیکلي چې په کابل کې د پاکستان سفارت وویل، تر ۱۰۰۰ پورې افغان محصلان پرېښودل شول چې په تورخم تېر شي.

پاکستان په وروستیو کې هغو کسانو ته چې وېزې یې هم لرلې اجازه نه ورکوله چې په مځکنیو لارو ورشي. د ځینو افغانانو په باور پاکستان د دې لپاره خپلې لارې بندې کړي چې افغانان مجبوره شي د پاکستان د سفر لپاره د پي آی اې شرکت د الوتکو ټکټ په لوړه بیه واخلي.

مخکې تر دې چې طالبان پي آی اې او کام اییر ته د ټکټ د بیې د ټیټولو خبرداری ورکړي، دغو هوايي شرکتونو د کابل اسلام اباد ټکټ ۲۵۰۰ ډالرو ته لوړ کړی و.

د لارې د بندېدو له کبله ګڼ شمېر افغان محصلان چې په رخصتیو کې خپل هیواد ته تللي وو، له درسونو پاتې شوي وو ځکه چې بېرته پاکستان ته نه شو تللی.

د پاکستان سفارت په یوه بیان کې ویلي چې افغان محصلان له هغه وخته چې طالبانو کابل نیولی دی، بند پاتې وو خو بالاخره اجازه ورکړای شوه چې پاکستان ته لاړ شي.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پاکستان څو ځلې د سپین بولدک او تورخم لارې بندې کړي دي.

 

ټیګونه