Oct 21, 2021 14:28 Asia/Kabul
  • د پاکستان خارجه وزیرشاه محمود قريشي کابل ته ورغلی

دا د طالبانو له واکمنیدو وروسته، کابل ته د پاکستان د دویم لوړ پوړي پلاوي سفر دی.

‏د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي نن په يوه سفر د افغانستان پلازمېنې کابل ته ورغلی.

له هغه څخه په کابل کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي هرکلی کړی دی.

ويل کيږي، چې نوموړی به له طالب چارواکو سره پر مختلفو موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

دا د طالبانو له واکمنیدو وروسته، کابل ته د پاکستان د دویم لوړ پوړي پلاوي سفر دی.

تر دې مخکې، د پاکستان د پوځي استخباراتو رئیس فياض حميد، د طالبانو د سرپرست حکومت او چارواکو له اعلان څخه مخکې کابل ته راغلی و.

پاکستاني چارواکو د قریشي د سفر په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

 

 

ټیګونه