Oct 23, 2021 12:45 Asia/Kabul
  • دپاکستان لومړې وزیر عمران خان عربستان ته ورځي

د پاکستان لومړې وزیر عمران خان د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په بلنه ریاض ته سفر کوی .

 

د فارس خبری اژانس له راپور سره سم عمران خان به نن له خارجه وزیر شاه محمود قریشی او د کابینې له ځینو نورو غړیو سره نن دغه درې ورځنې سفر پیل کړی .

د پاکستان لومړې وزیر عمران خان د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په بلنه ریاض ته سفر کوی .

د دغه راپور په اساس ټاکل شوی ده په دغه سفر کې دسیاسی او اقتصادی ملګرتیاو د پراختیا لپاره د پاکستان او عربستان د چارواکو دوه اړخیزه خبرې اترې ترسره شي .

له دې مخکې هم پاکستان او عربستان د پوځی اړیکو د پراختیا لپاره د پاکستان په ساحلی اوبوکې ګډې سمندری مانورې ترسره کړی وې .

 

 

ټیګونه