Oct 24, 2021 07:54 Asia/Kabul
  • نن د کرکټ ډیره مهمه سیالي کیدونکې ده

د کرکټ د ټي ټونټي ورلډ کپ ترټولو مهم میچ به نن د پاکستان او هندوستان د لوبډلو ترمینځ وشي

د کرکټ د ټي ټونټي ورلډ کپ ترټولو مهم میچ به نن د پاکستان او هندوستان د لوبډلو ترمینځ وشي

د پاکستان جنګ آنلاین ورځپاڼې لیکلي چې د ټي ټونټي نړیوال کپ په لړ کښې د پاکستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې نن سره مخامخیږي او دواړه ټیمونه د بریا په هیله دي.

د پاکستان وزیراعظم او د کرکټ ټیم پخوانې کپتیان عمران خان هم د پاکستاني لوبډلې بریا ته هیله مند دی.

په دې سیالۍ یا میچ کښې د پاکستاني ټیم مشري بابر اعظم او د هندي ټیم کپتاني د ویراټ کوهلي په غاړه ده.

دغه لوبه نن ماښام په دبئ کښې ترسره کیدونکې ده.

 

ټیګونه