Oct 26, 2021 06:42 Asia/Kabul
  • عمران خان له امریکې نه د افغانستان د شتمنیو د آزادولو غوښتنه وکړه

د پاکستان وزیراعظم له امریکې څخه غوښتي چې په بانکونو کښې د افغانستان کنګل کړې شتمنۍ دې آزادې کړې

د پاکستان د وزیراعظم دفتر پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې عمران خان په عربستان کښې د ژواک چاپیریال د غونډې ترڅنګ د آب و هوا د بدلونونو په چارو کښې د امریکې له ځانګړي استازي جان کربي سره په کتنه کښې، د افغانستان د خلکو د سوکالتیا لپاره د دغه هیواد د اقتصادي سرچینو او مالي شتمنیو د آزادولو او د مثبت مشارکت په ضرورت باندې ټینګار وکړ.

عمران خان وویل: د پاکستان او سیمې غوښتنه، باثباته افغانستان دی.

د پاکستان وزیراعظم هم داشان د صلحې او امنیت د ساتلو، په افغانستان کښې د انساني کړکیچ او د دغه هیواد د اقتصادي پاشل کیدو د مخنیوي لپاره لپاره د نړیوالې ټولنې د هلوځلو غوښتنه وکړه.

یاده دې وي چې امریکې د افغانستان شتمني او د دغه هیواد د سرو زرو زیرمې په امریکايي بانکونو کښې بندې کړې چې دغه حالت د افغانستان د خلکو په سوداګري فعالیتونو او معیشت باندې اغیزه کړې ده.

 

 

ټیګونه