Nov 07, 2021 22:06 Asia/Kabul
  • نیوزي لینډ افغانستان ته او پاکستان سکاټ لینډ ته ستره ماتې ورکړه

نن په اماراتو کښې د کرکټ د شل اووریز نړیوال کپ په روانو سیالیو کښې دوه لوبې وشوې

په متحده عرب اماراتو کښې د کرکټ د ټي ټوینټي ورلډ کپ سیالیو په دوران کښې نن د دویم ګروپ د څلورو ټیمونو ترمینځ دوه لوبې وشوې.

وړومبۍ لوبه د نیوزي لینډ او افغانستان د ملي لوبډلو ترمینځ وه چې افغانستان مخکښې په بیټنګ کولو سره د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۲۴ منډې وکړې او په ټاکلو شلو اوورونو کښې یې نیوزي لینډ ته د ۱۲۵ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له خوا ترټولو زیاتې منډې د نجیب الله زدران وې چې ۷۳ رنز یې وکړل.

خو په ځواب کښې د نیوزي لینډ ټیم دغه هدف یوازې د دوو لوبغاړو په سوځیدو سره د نولسم اوور په وړومبي بال پوره کړ او دغه سیالي یې په اتو وکټو وګټله.

نیوزي لینډ د دې سیالۍ په ګټلو سره د نړیوال کپ سیمي فاینل ته ورسیده.

خو په دویمې سیالۍ کښې چې د پاکستان د پياوړي ټیم او د سکاټ لینډ د کمزوري ټیم ترمینځ وه، پاکستان د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۸۹ رنز وکړل.

په ځواب کښې د سکاټ لینډ ټیم په ټاکلو شلو اوورونو کښې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۱۷ منډې وکړې شوې او داشان پاکستان دا لوبه د ۷۲ رنزو په ستر توپیر سره وګټله.

د پاکستان له خوا کپتان بابر اعظم ترټولو زیاتې ۶۶ منډې جوړې کړې. ورپسې شعیب ملک په ۱۸ بالونو د ۵۴ منډو په جوړولو سره ناټ آوټ پاتې شو. محمد حفیظ هم په ۳۱ رنزو آوټ یا وسوځیده.

د ویلو ده چې پاکستان په دې مرحله کښې خپلې پنځه واړه سیالۍ وګټلې او له مخکښې نه سیمي فاینل ته وتلی دی.

له اول ګروپ څخه انګلستان او آسټریلیا سیمي فاینل ته وتلي دي.

 

ټیګونه