Nov 26, 2021 15:25 Asia/Kabul
  • پاکستان د اسلامي ملګرتیاتنظیم د خارجه وزیرانو د غونډې کوربتوب کوي

د اسلامی ملګرتیا تنظیم د غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو د ۴۸ غونډې کوربتوب به پاکستان وکړی او دا غونډه به د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۲۲ او ۲۳ نیټه په اسلام اباد کې ترسره شی .

د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان د خارجه وزارت ویندوی عاصم افتخار نن وویل د اسلامی ملګرتیا تنظیم د غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو  د ۴۸ غونډې کوربتوب به پاکستان وکړی او دا غونډه به د ۲۰۲۲ کال د مارچ په ۲۲ او ۲۳ نیټه په اسلام اباد کې ترسره شی .

دنوموړی تنظیم ۴۷ غونډه  په نایجریا کې ترسره شوی وه .

د اسلامی ملګرتیا تنظیم له ملګرو ملتو وروسته دوهم نړیوال تنظیم دې چی د نړي په څلورو براعظمونو کې ۵۷ اسلامی هیوادونه یې غړي دي .

 

ټیګونه