Nov 30, 2021 14:28 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغانستان په اړه د اسلامي ملګرتیا سازمان د غونډې هرکلې وکړ

شاه محمود قریشی همداراز هیله څرګنده کړه چی د اسلامی ملګرتیا سازمان غړي هیوادونه دغې مهمې موضوع ته مثبت ځواب ورکړي .

د فارس خبري اژانس له راپور سره سم  د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي  د افغانستان د وضعیت د جاج لپاره په عربستان کې د دسمبر په ۱۷ د اسلامی ملګرتیا سازمان غونډه مناسبه وبلله . شاه محمود قریشی همداراز هیله څرګنده کړه چی د اسلامی ملګرتیا سازمان غړي هیوادونه دغې مهمې موضوع ته مثبت ځواب ورکړي .

له بلې خوا ځینې راپورونه وایی د سعودي څو دیپلوماتان کابل ته ورغلل .

وروسته له دې چې سعودي عربستان د افغانستان په اړه د اسلامي همکارۍ سازمان د غونډې غوښتنه وکړه د دغه  هیواد د دیپلوماتانو یوه ډله نن کابل ته ورسېده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرچینې وايي چې د سعودي دیپلوماتان د دې لپاره کابل ته راغلي چې په دې ښار کې خپل سفارت بېرته پرانیزي.

سرچینې وویل چې د سعودي عربستان سفارت به ژر په کابل کې په کار پیل وکړي.

د سعودي عربستان حکومتي سرچینو تېره اوونۍ ویلي و چې په کابل کې به خپل سفارت بېرته پرانیزي.

جاپان هم روانه اوونۍ وویل چې طالبانو ورڅخه غوښتي چې په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

جاپان او ځینو لوېدیځو هیوادونو خپل سفارتونه دوحې ته انتقال کړي دي.

 

ټیګونه