Dec 02, 2021 17:34 Asia/Kabul
  • د مستقیمو پروازونو په زیاتېدو سره د ایران-پاکستان د ولسي اړیکو وده

د پاکستان د هوایي شرکت مشر د ایران له سفیر سره په لیدنه کې مشهد مقدس ته د پاکستان له اقتصادي زړه کراچي څخه د مستقیمو پروازونو د پلېدو خبر ورکړ.

د ایرنا له راپور سره سم، د پاکستان د هوایي شرکت مشر ارشد ملک په اسلام اباد کې د اسلامي ایران له سفیر سید محمدعلی حسینی سره په لیدنه کې اعلان وکړ: مشهد ته د پاکستان د هوایي شرکت مستقیمي الوتنې د راتلونکې میاشتې په ۱۱ پیلیږي.

دواړو لورو په دغه لیدنه کې د دواړو هیوادونو د ولسونو تر مینځ د اړیکو په پراختیا او د هوایي ټرانسپورت په زمینه کې د همکاریو د زیاتېدو په هکله موافقه وکړه.

اوس مهال د ایران د اسلامي جمهوریت هوایي شرکت هما په اوونۍ کې یو ځلی له تهران څخه کراچی ته الوتنې کوي، داسي ښکاري چي د ماهان هوایي شرکت هم له تهران او مشهد څخه لاهور ته خپلي الوتنې له سره پیلوي.

 

ټیګونه