Dec 03, 2021 13:11 Asia/Kabul
  • ایران ته د پاکستاني موټرسایکل سپرو سیاحتي او کلتوري سفر

په دیارلس کسانو مشتمل د پاکستاني موټرسایکل سپرو سیاحتي او کلتوري کاروان له لاهور څخه د ایران مختلفو ښارونو ته خپل سفر پرون پیل کړ

د پاکستان د پنجاب صوبې په مرکز لاهور ښار کښې چې د پاکستان کلتوري او علمي قطب ګڼل کیږي، د ایران کلتوري مرکز پرون د (کراس روټ) په نامه کلب د دغو موټر سایکل سپرو کوربه و او یادې سپورټي قافلې د ایران د کلتور خونې د مشر جعفر روناس په بدرګې او د (دواړو ګاونډیانو دوستي او له کرونا وروسته یې د سیاحت پراختیا) په شعار سره ایران ته خپل سفر پيل کړ.

د ایران د کلتور خونې مشر ښاغلي روناس په دې موقع یولړ څرګندونو کښې د ایران او پاکستان د دواړو ولسونو د اړیکو د پياوړتیا لپاره د سیل او سیاحت د پراختیا اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل: ایران د تاریخ، د ژوند د دود دستور او د کلتوري، نسلي او ژبني ډول والي له اړخه په دنیا کښې یو ځانګړی مقام لري.

مکرم خان ترین چې ایران ته په دې سفر کښې د پاکستاني موټرسایکل سپرو د ټیم مشري په غاړه لري هم وویل: ایران او پاکستان په تاریخ، کلتور، ژبې او هنر کښې ډیر اشتراکات لري او هم داشان د سیاحت په برخه کښې پریمانه وړتیاوې لري چې باید وپیژندې شي او ترې پوره پوره ګټه پورته کړی شي.

د پاکستان د موټر سایکل سپرو دغه ټیم به په خپل ۲۶ ورځني سفر کښې د شپږ نیم زره کیلومیټرو په وهلو سره له لاهور نه د تفتان سرحد له لارې د ایران زاهدان، بم، کرمان، یزد، اصفهان، کاشان، قم او بیا پلازمینې تهران ته خپل سفر بشپړ کړي.

دوه کاله مخکښې هم د پاکستان د خپلواکۍ د دوه اویایمې کلیزې په موقع د ایران د موټر سایکل سپرو یوه ډله د صلحې او دوستۍ په پيغام کښې ایران ته راغلې وه.

 

ټیګونه