Dec 12, 2021 16:28 Asia/Kabul
  • د «قام» او د «ايران خانه فرهنګ» ادبي او ثقافتي پروګرام او د انور شاهين خانخېل د کتاب مخکتنه

رپوټ: مېرمن کلثوم زېب

Image Caption

په پېښور کښې د ايران د اسلامي جمهوريت ادبي، کلتوري او ثقافتي مرکز (خانه فرهنګ) له ډېرې مودې راهسې د دغه مرکز په امام خميني (رح) نومې هال کښې د پښتو د ادبي، علمي او ثقافتي جرګو او ټولنو لخوا د مختلفو ادبي، کلتوري، ثقافتي او هنري پروګرامونو اهتمام کوي. او ايرانيان په خاصه توګه د دغه مرکز چارواکي د دې خدمت لپاره د ډېر اهميت قائل دي. ځکه چې ايرانيان د خپلو څېړنو او تحقيقاتو له مخې دا باور لري چې پښتانۀ لکه د هغوي آريا نسله دي او فارسي او پښتو ژبې په شير او قند يا شير و شکر سره يادوي او دغه دواړه خوږې او خوئندې ژبې له اوېستا او له هغې نه په تېرو وختونو کښې ګډه او مشترکه ريښه لري. او هغوي پښتانۀ خپل وروڼه عزيزان بولي. همدارنګ ايرانيان د پښتو له مشهورو شاعرانو په خاصه توګه له رحمان بابا، خوشحال بابا، حمزه بابا او غني بابا له شخصيتونو او د هغوي له کلامونو زيات متاثره دي.

Image Caption

 

په همدې لړ کښې په تېرو ورځو کښې د پاکستان د قامي ادبي مجلس (قام) او په پېښور کښې د ايران د (خانه فرهنګ) په ملګرتيا سره د ايران او پاکستان په زړۀ پورې او رنګارنګ ادبي او ثقافتي غونډه او پروګرام جوړ شو چې پکښې د مشهورو دوو ايراني ليکوالانو او مولفانو اسماعيل باغستاني او محسن معيني په قلم د فارسۍ ليکل شوي «تعليم و تربيت در تمدن اسلامي» نومې کتاب د «ښؤنه او روزنه په اسلامي تمدن کښې» په نامې کتاب چې د ترجمې زيار يې د پښتو مشهور ليکوال،شاعر، څيړونکي، مترجم او جرنلېسټ  ښاغلي انور شاهين خانخېل اېستے دے مخکتنه د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو او لوړو زدکړو (هائيراېجوکېشن) د صوبائي وزير ښاغلي کامران بنګش، په پېښور کښې د خانه فرهنګ د مشر ښاغلي مهران اسکندريان، د قامي ادبي مجلس (قام) د مشر ښاغلي پروفېسر ډاکټر اسماعيل ګوهر، د پاکستان د کلتور او ثقافت پخواني مرکزي وزير ډاکټر غازي ګلاب جمال، په تحقيقاتي چارو کښې د تيراه سيمې د مشر مرستيال ملک خضر حيات خان، د پېښور د پرېس کلب د مشر محمد رياض او له اسلام آباد او د خېبرپښتونخوا صوبې له مختلفو ښارونو څخه د ګڼ شمېر اديبانو، شاعرانو، دانشورانو، پوهانو، علمي او پوهنتوني  شخصيتونو او له علم او ادب سره د مينه لرونکو وروڼو خوېندو او همدارنګ د ورځپاڼو، مجلو او ميډيا سره تعلق لرونکو په موجودګۍ کښې ترسره شوه.

دغه مراسم د خداے پاک له پاک کلام نه د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره شروع شول.

Image Caption

 

په پېښور کښې د ايران د خانه فرهنګ ډائرېکټر مهران اسکندريان په دغه زړۀ پورې محفل کښې ټولو ګډون کؤنکو مېلمنو ته د هرکلي په وړاندې کولو سره وويل:

«د مولانا رومي، حافظ شيرازي، شېخ سعدي، خيام نيشابوري، رحمان بابا (چې د پښتنو په حافظ شيرازي مشهور دے) خوشحال بابا، حمزه بابا او غني بابا په شمول د دواړو هېوادونو ايران او پاکستان د فخر وړ شخصيتونه ځوان نسل ته د هغوي د لوړو افکارو او تعليماتو د رسولو او د هغو د حفاظت کولو ګران بيه خزانې او د دواړو هېوادونو د نزدېکت او تعلقاتو د مضبوطيه لپاره د ټولنې د پوهانو او تعليميافته شخصيتونو د روابطو لپاره يوه قيمتي سرمايه ده.»

Image Caption

 

مهران اسکندريان وويل: د برصغير ادبيات د پښتون قام تر ختيځو پولو پورې د دې سيمې د خلقو د عارفانه ذوق په وجه د مولانا رومي، حافظ او سعدي په شان ادبي مشرانو د حماسي کلامونو او د فردوسي د شاهنامې تر تاثير لاندې دي. پښتنو  د تاريخ په مختلفو دورانونو کښې تل د ظلم او بې انصافۍ په خلاف روحياتو سره حماسي شاعرۍ ته زيات نزدېکت لرلې او پښتنو شاعرانو حماسي شاعري کړې ده. د فردوسي شاهنامه د پښتو په ټولو سيمو کښې فکري او کلتوري نفوذ لرلے دے او په دې لړ کښې د شاهنامې څو پښتو منظومې ترجمې هم شوې دي چې له هغوڅخه د مولانا محمد رفيق او ملا نعمت الله ترجمو ته اشاره کولې شوو. د پښتو ستر او مشهور غزل ګو شاعر او د تورې او قلم خاوند خوشحال خان خټک هم حماسي کلامونه ويلي دي او خپله هم د مېدان سړے او نر او درون پښتون شخصيت ؤ او د هغه په شعرونو کښې د فردوسي د شاعرۍ ډېر اثر ترسترګو کيږي بلکه د پخوانيو ټولو پښتنو شاعرانو په کلامونو کښې د فارسۍ ژبې او اصطلاحاتو رنګ ډېر زيات دے.»

Image Caption

 

د خانه فرهنګ مشر همدارنګ د مورنۍ ژبې د ساتنې د اهميت ځينې وجوهات داسې بيان کړل:

« الف - د مورنۍ ژبې ساتنه او حفاظت د اولاد د تشخص او شخصيت په جوړېدو کښې نه انکارېدونکے کردار ادا کوي او په حقيقت کښې د انفرادي تشخص يوه برخه ده.

ب – اولاد د ژبې د يادولو له لارې په چاپېريال کښې خپل ځان پېژني  او خپل احساسات بيانوي.

ج –  د مورنۍ ژبې يادول له ماضي او  او خپل اصليت سره د انسان د تعلق او تړاو د دوام او د تشخصي او ژبني تعلق د نه شلېدو سبب ګرځي.

ه – ټول تربيتي ماهرين په دې باور لري چې ماشومان په خپله مورنۍ ژبه فکر کوي او له همدې لارې خپل افکار بيانولې شي.

ح – د مورنۍ ژبې يادول د نورو ژبو يادول اسانوي او د ژبې او روزنې د پرمختګ سبب کيږي. ماشومان له دې لارې لا ژور درک ته رسيږي او د دې توان او وس پېدا کوي چې څو ژبني نظامونه پرتله او استعمال کړي. په مورنۍ ژبه کښې کاميابي او وسمني د نورو ژبو په زده کولو کښې د ودې سبب ګرځي. نو ځکه د مورنۍ ژبې د تشخص ساتلو لپاره د علم او ادب ټول مشران او د خپل اصالت د ساتنې زړۀ سواندي شخصيتونه پکار دے دغه وياړمن ميراث يعنې مورنۍ ژبې د ژوندۍ ساتلو لپاره په خپلو کښې سره لاسونه ورکړي او هلې ځلې وکړي.»

Image Caption

 

  هغۀ د دواړو کلتورونوو په نزد  د يو بل عامل په توګه د ضرب المثالونو يا متلونو په اړه وويل: ضرب المثالونه يا متلونه له حکمت ډکې لنډې جملې دي چې په بشپړه توګه محسوسېدونکې دي او په چټکتيا سره يوه معنا او مطلب د انسان په ذهن کښې اچولې او هغه قانع کولې شي.. کله کله د يوې موضوع د ثابتولو يا ردولو لپاره ګېنټو ګېنټو دلائلو وړاندې کولو ضرورت لري، خو د يو رسا متل په بيانولو سره هغه موضوع ثابتېدې شي.

ښاغلي مهران اسکندريان يادونه وکړه چې متلونه يوه مهمه کلتوري وسيله ده، ځکه چې د هر متل شا ته د ژوند د عملي حکمتونو زدکړه موجوده وي. په بنيادي توګه هغه کلتورنه او ثقافتونه چې بنياد يې د متلونو، مثالونو، کنايو او حکمتونو په ستنو ولاړ او بيانيږي د غني او بې نيازه کلتورونو او ژبو په توګه ياديږي. چې فارسي او پښتو ژبې هم له هغو غني ژبو څخه دي، ځکه چې پکښې د کنايو، متلونو او حکمتونو شمېر ډېر زيات دے.

Image Caption

 

هغۀ په دوام کښې وويل: د دغې اهمې موضوع په نظر کښې لرلو سره په پېښور کښې د ايران کلتوري مرکز (خانه فرهنګ) په وړومبي ځل د فارسۍ او پښتو د ۲۵۵ متلونو د راغونډولو تابيا کړې ده چې ان شاء الله د شمېر په لا زياتېدو سره به د فارسۍ او پښتو دوو غني کلتورونو د نزدې کولو په خاطر د  «د فارسۍ او پښتو ګډ متلونه» په نامې سره د چاپ کولو او خپرولو کار ترسره کړې شي.»

د پاکستان د قامي ادبي مجلس (قام) چئرمېن ښاغلي پروفېسر ډاکټر اسماعيل ګوهر د دغه ادبي او ارزښتناک کنونشن په جوړولو کښې په پېښور کښې د ايران د کلتوري او ثقافتي مرکز (خانه فرهنګ) د ملګرتيا د مننې او قدرونې او د قامي ادبي مجلس د اغراضو او مقاصدو او فعاليتونو په بيانولو سره وويل: «پښتون  قام د نړۍ د قامونو ترمېنځ  يو اصالت لرونکے قام دے او په پښتو ژبه کښې يو غني تمدن، کلتور، ثقافت او ادب پټ پروت دے. چې په دغه اصالت کښې د ايران د خراسان د پخواني، لرغوني او له وياړه ډک تهذيب او تمدن برکت هم شامل دے. د رحمان بابا، خوشحال خان خټک بابا، حمزه بابا او غني خان بابا په شمول د دې ټاټوبي ادبي او عرفاني شخصيتونو او شاعرانو په نظمي او نثري آثارو کښې د ايران د سترو ادبي او عرفاني شخصيتونو تاثير ليدل کيږي او دې چارې ته پکار دے د ايران او پاکستان ترمېنځ د مضبوط پل په توګه د علم ، ادب او ثقافت د خاوندانو لخوا خاصه پاملرنه او اهتمام يې اوشي.»

Image Caption

 

هغۀ زياته کړه: «د خانه فرهنګ په ملګرتيا سره د دغې مهمې دندې په ترسره کولو کښې د دغه پروګرام برابرول به د خپل  تاريخ، ژپې او تشخص له ماضي څخه د ځوان کهول د خبرېدو لپاره د نورو کلتوري، ادبي، ثقافتي او هنري غونډو، کانفرنسونو او سمينارونو جوړولو لپاره يوه سريزه وګرځي.»

د خېبرپښتونخوا صوبې د لوړ زدکړو (هائيراېجوکېشن) او اطلاعاتو صوبائي وزير ښاغلي کامران بنګش د خېبرپښتونخوا صوبې د ادبي او ثقافتي شخصيتونواو فعالانو او د دې صوبې د وګړو په ملګرتيا سره د کلتوري، علمي، هنري او ادبي پروګرامونو جوړولو لپاره په پېښور کښې د ايران له خانه فرهنګ څخه مننه او قدورنه وکړه.

کامران بنګش وويل: «خېبرپښتونخوا صوبه د پښتنو او نورو قامونو د غني کلتور، ادب، ثقافت او هنرونو امانت لرونکې صوبه ده او پکار دے دغه ادبي او کلتوري تنوع دا سيمه نړيوالو ته معرفي کړي.»

Image Caption

 

ښاغلي کامران بنګش په دې صوبه کښې د ادبي، ثقافتي او هنري پروګرامونو په زياتولو باندې په تاکيد سره وويل: «حکومت په دې صوبه کښې له ناامنۍ او کورونائي حالاتو نه پس د ادبي او ثقافتي هلوځلو زياتول غواړي او په دې اړه په پېښور کښې د ايران ادبي او ثقافتي مرکز (خانه فرهنګ)  تاثير کؤنکے کردار به ډېر مهم او نتيجه ورکؤنکےوي.»

هغه د پاکستان د قامي ادبي مجلس (قام) جوړول د پښتون قام د ادبي او ثقافتي لوړتيا او ودې په لړ کښې يو ارزښتناک او قيمي ګام وبلۀ او وې ويل: «د عمران خان حکومت تل له داسې ادبي، ثقافتي، کلتوري او هنري تنظيمونو او ټولنو څخه ملاتړ کړے او کوي يې. هم هغه ډول چې وزيراعظم په کرتونو د پاکستان د ملي ژبې په توګه د اردو ژبې په سرکاري ژبې ګرځولو او په حکومتي ادارو کښې د هغې په استعمالولو باندې تاکيد کړے او په ټولونړيوالو ټولنو او غونډو او ملاقاتونو کښې د پاکستان په ملي لباس چې د پښتنو لباس هم دے د هغه حاضرېدل د هېواد له ثقافت او ژبې سره د هغه د دلچسپۍ او د هغو د احترام ښودنه کوي.» 

Image Caption

 

په دغه پروګرام کښې نورو وېناوالو هم د ايران له خانه فرهنګ سره د ملګرتيا او د مختلفو پروګرامونو په جوړولو باندې تاکيد سره دا خبره په ګوته کړه چې «په پېښور کښې له خانه فرهنګ سره د ملګرتياو ، تعلقاتو او راشه درشه زياتول او د دغه مرکز له مقام، ظرفيتونو او وړتياو څخه استفاده د دوو ګاونډي او مسلمانو وروڼو هېوادونو د مشهورو ادبي او کلتوري وياړ لرونکو شخصيتونو په معرفي کولو کښې ډېره مهمه او ضروري چاره ده.»

د وېناوالو له وېناګانو وروسته د مشهورو دوو ايراني ليکوالانو او مولفانو اسماعيل باغستاني او محسن معيني په قلم د فارسۍ ليکل شوي  «تعليم و تربيت در تمدن اسلامي» نومې کتاب د «ښؤنه او روزنه په اسلامي تمدن کښې» په نامې کتاب چې د ترجمې زيار يې د پښتو مشهور ليکوال،شاعر، څيړونکي، مترجم او جرنلېسټ او د تقريباً دېرشو کتابونو ليکوال او مترجم  ښاغلي انور شاهين خانخېل اېستلے دے. بايد يادونه وکړوو چې تېر کال هم د ښاغلي انور شاهين خانخېل يو نظمي او بل نثري دوه کتابونه «د امام ديوان»  او «د سپېځلو لار» وړومبۍ مخکتنه د مشهور، ادبي او عرفاني شخصيت او حمزه بابا د جانشين حضرت سيد طاهر بخاري چشتي حمزوي په لاسو په پېښور کښې په يو روحاني محفل کښې اوشوه  او بله مخکتنه يې په خانه فرهنګ کښې د دغه مرکز د ډائرېکټر ښاغلي مهران اسکندريان، په پېښور کښې د ايران کونسل جنرل ښاغلي حميد رضا قمي، ستر ديني عالم ښاعلي علامه عابد حسېن شاکري او د پښتو مشهور شاعر او ليکوال ښاغلي سيد صابر شاه صابر په لاسو اوشوه.

Image Caption

 

د اوسني «ښؤنه او روزنه په اسلامي تمدن کښې» کتاب  د مخکتنې دستورې د صوبائي وزير ښاغلي کامران بنګش، د خانه فرهنګ د ډائرېکټر ښاغلي مهران اسکندريان، د قامي ادبي مجلس (قام) د چئرمېن ښاغلي پروفېسر ډاکټر اسماعيل ګوهر، مشهور ليکوال او محقق او د قام تنظيم قائمقام ښاغلي ادريس اثر،د پېښور د پرېس کلب د مشر ښاغلي محمد رياض او مشهور شاعر او ليکوال ښاغلي پروفېسر ډاکټر زبېر حسرت په موجودګۍ ترسره شوې.

د دغه کتاب له مخکتنې وروسته محقق او کالم نګار رياض احمد رضوي د کتاب د معرفي کولو په باره کښې وويل: د خداے په ګران رسول خاتم الانبيا حضرت محمد مصطفی (ص) باندې له نازل شوې وړومبنۍ آسماني وحي څخه په الهام اخېستلو سره چې د لوستلو حکم پکښې شوے او د تعليم او تربيت يا ښؤنې او روزنې د موضوع اهميت بيانوي د ايران ادبي او ثقافتي مرکز (خانه فرهنګ) د «تعليم او تربيت در تمدن اسلامي» نومې ارزښتناک او معلوماتي کتاب په پښتو ژبه «ښؤنه او روزنه په اسلامي تمدن کښې» نامې سره چاپ او پښتنې ټولنې ته يې ډالۍ کړے شوے دے.

Image Caption

 

هغۀ په دوام کښې وويل: د دغه کتاب په وړومبنۍ برخه کښې د الهي کلام او د خداے د ګران رسول (ص) د نوراني احاديثو په نظر کښې لرلو سره د قرآن او سنتو له نظره دغه موضوع څېړل شوې ده  او په دوام کښې يې د تصوف، فلسفې او اجتماعيت له نظره د تعليم او تربيت څېړنه کړې ده.

هغه زياته کړه د کتاب په دويمه برخه کښې د تعليم او تربيت د نظام، استادانو او شاګردانو او تعليمي ادارو په اړه بحث شوے دےاو پکښې د صرف و نحو، بلاغت، قرآني علومو، فقه، اصول، فلسفې، تصوف، عرفان، طب، نجوم او د ليک لوست او مکاتباتو په شان نورې مختلفې موضوعاګانې بيان شوې دي او په مختلفو اسلامي دورانونو کښې  د هغو د زدکړو د مرکزونو ذکر پکښې شوے دے .

Image Caption

هغۀ د خپلې وېنا په آخر کښې وويل: اميد لروو چې په پښتو ژبه دغه ترجمه شوے کتاب د پښتنو د علم او ادب لېواله ټولنې لپاره ډېر ګټور او فائده من ثابت شي او زۀ د پښتنې ټولنې په استازيتوب د دې ارزښتناکه اقدام لپاره د خانه فرهنګ د ډائرېکټر ښاغلي مهران اسکندريان مننه او قدورنه کوم چې په خانه فرهنګ کښې د خپلې ډائرېکټرۍ په دوران کښې يې دا له وياړه ډک قدم پورته کړ.

د پروګرام په دوام کښې د تاريخ څيړونکي ښاغلي خانزاده اسفنديار خټک د ويډيو کانفرنس له لارې د خټک قام او پښتو او فارسۍ ژبو د دوديزو او روايتي حرکاتو او عرفاني سماع تاريخ چې د عيسی (ع) له ميلاده درې نيم سوه کاله مخکې دور ته ګرځي په تفصيل سره بيان کړ.او همدارنګ يې د ځينو دوديزي ، روايتي او عرفاني حرکاتو نمونې نندارې ته وړاندې کړې.

د دغو مراسمو د وړومبنۍ غونډې په آخر کښې د پاکستان د قامي ادبي مجلس لخوا خاصو شرکت کؤنکو مېلمنو ته ستائن ليکونه اهداء کړې شول.

همدارنګ د دوو نشستونو ترمېنځ د پاکستان د مشهور او نامتو مصور او هنرمن ښاغلي رفعت خټګ د هنري آثارو نندارتون د صوبائي وزير ښاغلي کامران بنګش او د خانه فرهنګ د مشر مهران اسکندريان په لاسو پرانېسته اوشوه او ګډون کؤنکو د دغه مشهور پښتون هنرمن د آثارو ننداره او د هغو ستائنه يې وکړه.  

   

Image Caption

 

د پروګرام په دويم نشست کښې د پاکستان د ثقافت د پخواني مرکزي وزير ښاغلي ډاکټر غازي ګلاب جمال، د خانه فرهنګ د ډائرېکټر ښاغلي مهران اسکندريان،په تحقيقاتي چارو کښې د تيرا د سيمې د مشر مرستيال ښاغلي ملک خضر حيات خان او د پښتو ژبې د نورو ادبي او ثقافتي شخصيتونو او مشهورو شاعرانو په شتونو سره آزاده مشاعره اوشوه. چې په دغه مشاعره کښې شعراؤ خپل تازه کلامونه سامعينو ته واورول او همدارنګ د خانه فرهنګ ډائرېکټر مهران اسکندريان د رحمان بابا چې د پښتنو په حافظ شيرازي مشهور دے په وصف کښې په خپل قلم ليکل شوے د فارسۍ کلام او پښتو ترجمه وړاندې کړه چې د نورو پښتنو شاعرانو ترڅنګه د سامعينو لخوا د هغه کلام ته هم ډېر داد ورکړے شو. او دې سره دغه ښکلې، په زړۀ پورې او رنګارنګ ادبي، ثقافتي او هنري دستورې ختمې شوې

------------

Image Caption

 

 

ټیګونه