Dec 26, 2021 12:24 Asia/Kabul
  • پاکستان د ۱۹ کلنو د کرکټ د آسیايي کپ په سیالیو کښې هند ته ماتې ورکړه

د پاکستان د کرکټ له ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې د آسیا جام په سیالیو کې د هندوستان له لوبډلې څخه لوبه وګټله

لومړۍ توپوهنه یا بیټنګ د هند لوبډلې وکړ او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۳۷ منډې وکړې، چې په ځواب کې د پاکستان ۱۹ کلنې لوبډلې یاد هدف د دوو ویکټو په لرلو سره پوره کړ.

د پاکستان لوبډلې لپاره محمد شهزاد غوره لوبه وکړه او د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

نوموړي په ۱۰۲ بالونو ۸۰ منډې وکړې.

د پاکستان د کرکټ لوبډلې په دې سیالیو کښې دوه لوبې کړي او دواړه یې ګټلې دي چې تر دامهاله د جدول په لومړي سر کې ځای لري او څلور امتیازه لري.

د اسیاسي جام سیالۍ په متحده عرب اماراتو کې پیل شوې او د روانې میلادي میاشتې تر ۳۱مې به دوام وکړي.

په دغو سیالیو کې اته لوبډلې د یو بل پر وړاندې لوبه کوي، چې د افغانستان تر څنګ پاکستان، هند، بنګله دېش او سریلانکا ټیمونه پکې شامل دي.

 

ټیګونه