تحریک طالبان پاکستان په اسلام اباد کې د برید پړه په غاړه واخسته
د افغانستان طالبانو ددغه اور بند په باب مینځګړیتوب کړی ؤ، څو د سولې د خبرواترو لپاره لاره هواره کړي ، خو ټي ټي پي د خبرواترو د پرمختګ نه کیدا په دلیل د ا ور بند د موافقې له تمدیدولو ډډه وکړه .
ایرناخبری اژانس راپور ورکړ،د پاکستان رسیمي سرچینو وئيلی دي ،ددغه هیواد په پلازمینې اسلام اباد کې پرون د تحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي ټي پي ترهه ګرې ډلې له خوا پر پولیسو وسلوالې حملې یو ځل بیا د ترهه ګرو خوځښتونو د نوي څپې په باب د حکومتي چارواکو اندیښنې راپارولي دي .
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ، په اسلام اباد کې د دغه هیواد پر امنیتي مامورانو د حملې په غبرګون کې وئیلي دي ،دغه حمله د پاکستان د امنیت د خرابولو لپاره د ترهه ګرو له خوا یو سیګنل دی .
دتحریک طالبان پاکستان جنایتکارو پرون په اسلام اباد کې په پولیسو باندې په حملې کې یو پولیس وژلی او دوه نور ئې ټپیان کړي ، چې په موقعې دپولیسو په ځوابي عملیاتو کې هم په موټر سائيکل سوارۀ دغه دواړه ترهه ګر هلاک شوي دي .
د وئيلو ده د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي غیرقانوني ډلې د اسلام اباد له حکومت سره له یوې میاشتني اوربند ختمیدا وروسته دتیر کال روسوتیو کې یوځل بیا په دغه هیوادکې خپلې حملې زیاتې کړي دي .
د افغانستان طالبانو ددغه اور بند په باب مینځګړیتوب کړی ؤ، څو د سولې د خبرواترو لپاره لاره هواره کړي ، خو ټي ټي پي د خبرواترو د پرمختګ نه کیدا په دلیل د ا ور بند د موافقې له تمدیدولو ډډه وکړه .