Jan 21, 2022 05:38 Asia/Kabul
  • ایران د لاهور ترهګره چاودنه وغندله

د ایران د خارجه وزارت ویاند د پاکستان په لاهور ښار کښې شوې ترهګره پيښه غندلې ده

سعید خطیب زاده په یو پيغام کښې د پاکستان په لاهور ښار کښې پرون د شوې چاودنې په غندلو سره ټینګار وکړ چې دا ډول ترهګر اقدامات په سیمه کښې د صلحې او ارامښت د ټینګښت لپاره له ترهګرو ډلو سره د مقابلې ضرورت یوځل بیا څرګندوي.

هغه په دغه پيغام کښې هم داشان له پيښې څخه له اغیزمن شویو خلکو او د هغوي له کورنیو او هم داشان له دوست او ورور پاکستاني حکومت سره خواخوږي وښودله.

د ویلو ده چې پرون د پاکستان د پنجاب صوبې د مرکز لاهور ښار پولیسو ویلي وو چې د دغه ښار په انارکلۍ بازار کښې یو بم چاودلی دی چې له امله یې کابو ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغې چاودنې پړه چا نه ده منلې.

 

ټیګونه