Jan 22, 2022 10:38 Asia/Kabul
  • د پاکستان او ایران ترمینځ پولې باندې د اغزن تار لګول بشپړیږي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په نزدې راتلونکي کښې له ایران سره د سرحدي کنډه تار د طرحې د بشپړیدو خبر ورکړ

شیخ رشید احمد پرون د پاکستان په سینټ کښې وویل: له ایران سره په ګډ سرحد باندې د کنډه تار لګولو څخه یوازې دوه سوه کیلومیټره سیمه پاتې ده چې دا برخه به هم ډیره زر بشپړه شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه: له افغانستان سره هم په ګډې پولې باندې د اغزن تار په بشپړیدو سره به د پاکستان په خاوره کښې د ترهګرو ډلو اقدامات کم شي.

خو په عین حال کښې د پاکستان رسنیو لیکلي دي چې په دغه هیواد کښې د اوربند له موافقې څخه د تحریکِ طالبان په نامه غیرقانوني ډلې له وتلو وروسته ترهګرې حملې هم زیاتې شوې دي.

 

ټیګونه