په جنوبی وزیرستان کې د جنایتکارو له پټنځایه زیاته وسله اوچاودیدونکي توکي کشف شول
د نامعلوم الحال ترهه ګرو په باب څه نه دي وئيل شوي ، خو په همداوروستیو میاشتو کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ددغه هیواد حکومت او پوځ ګواښلی چې د دوي او د عمومي تاسیساتو په ضد به خپلو ورانکارو اقداماتو ته دوام ورکړي .
زمونږخبریال د دنیا نیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ ، نن سهار وختي د پاکستان امنیتی مامورانو د جنایتکارو ترهه ګرو د شتون په باب د مخکې اطلاعاتو په اساس د خیبر پختونخواه صوبې دو زیرستان ضعلې په سرواکئ سیمې کې په یولړ عملیاتو کې چاپه ووهله چې په نتیجې کې ئې په لسګونو وسلې ، راکټ لانچر ، په لسګونو کلوګرامه چاودیدونکي توکي او نور تجهیزات او وسایل کشف او ضبط کړل .
په راپور کې وئيل شوي چې ترهه ګرو د شپې له تورتمه په استفادې سریه له هغه ځایه ځانونه ویستلي او نامعلوم ځاي ته منتقل شوي دي چې وئيل کیږي ، امنیتی مامورانو ئې پلټل پیل کړ ي دي .
داهم وئيل شوي چې ترهه ګرو د یوې سترې غمیزې د رامینځةکولو نیّت درلود ، خو له جنایته مخکې ئې دسیسه شنډه شوه . د نامعلوم الحال ترهه ګرو په باب څه نه دي وئيل شوي ، خو په همداوروستیو میاشتو کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ددغه هیواد حکومت او پوځ ګواښلی چې د دوي او د عمومي تاسیساتو په ضد به خپلو ورانکارو اقداماتو ته دوام ورکړي .