Jan 29, 2022 14:50 Asia/Kabul
  • افغانستان ته د پاکستان د ملي امنيت د صلاحکار سفر

د پاکستان د ملي امنيت صلاحکار نن د يو پلاوي په مشرۍ د طالبانو له حکومتي چارواکو سره د خبرو اترو لپاره کابله ته لاړ.

د افغان آوا خبري آژانس د رپوټ له مخې د پاکستان د ملي امنيت صلاحکار معيد يوسف ټاکل شوې ده د طالبانو د موقته حکومت له چارواکو سره په خبر اترو کښې د دلچسپۍ وړ په تېره بيا د امنيتي مسائلو په باره کښې بحث او خبرې اترې وکړي.

دا په داسې حال کښې  دي چې په دې وروستيو کښې  د دواړو هېوادونو ترمېنځ پوله ايز تاوتريخوالي رامنځته شول او طالب ځواکونو هغه ازغن تارونه  چې پاکستان يې د دواړو هېوادنو ترمېنځ پوله کښې د راکښلو به حال کښې ؤ راغونډ کړ. د پاکستان او طالبانوچارواکو تاکيد وکړ چې دغه موضوع دې د دواړو هېوادونو ترمېڼځ له سفارتي لارې هواره شي.

د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قرېشي په دې وروستيو کښې د پوله ايز ازغن تار راکښلو په دوام باندې په تاکيد سره ويلي دي چې په دې اړه له طالب چارواکو سره اختلافي مسائلو له سفارتي لارو چارو هواريږي.

له بلې خوا اسلام آباد کابل ته د پاکستاني چارواکي د سفر مقصد د بشردوستانه مرستو د برابرولو په زمينه کښې ملګرتيا بللےدے.

پاکستان او قطر د طالب حکومت له ترټولو مهمو ملاتړو په توګه ياديږي.

 

 

ټیګونه