ّپه پاکستان کې د سربسجودلمونځ ګوزارو وینه بهول د وحشیانو کاردی
د پاکستان په پیښور ښار کښې په جومات کې د ځانمرګي برید په هکله ستر دیني مرجع حضرت آیت ا... العظمی سید علی سیستانی دام ظله العالی دفتر په اعلامیې کې ددغه ستر دیني مرجع له خوا د لمونځ ګوزارو په شهادت غم رازي ښکاره شوې او درستو غمجنو خویندو او وروڼو ته ئې د صبر اوزغم سپارښتنه کړې ده .
زمونږخبریال راپور راکړ،د پاکستان دخیبر پختونخواه صوبې په پيښور کې په کوچه رسالدار کې په امامیه جومات کې د جمعې لمانځه دقایمونکو لمونځ ګوزارو په مینځ کې په ځان پورې د تړلو چاودیدونکو موادو وحشي ډوله جنایتکار په غیر انساني او تور زړي اقدام کې د شهیدانو شمیر اوه پنځوس تنو ته رسیدلی او وئیل کیږي ، چې د ټپیانو شمیر هم له یوسل پنځه نوي تنو زیات ښودل شوی .
داپه داسې حال کې دي چې په دغه وحشي ډوله او غیر انساني اقدام د پاکستان او درستې نړۍ غبرګونونه راپورته شوي دي .

د ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده بیګا دپيښور ددغې غمیزې په کلکو ټکو محکومولو سره ووئیل وحشي ډوله جنایتکار د مسلمانانو ترمینخ د درز او نفرت د زیاتولو لپاره دغه شان اقدامات کوي ، خو اوس مسلمانان ویښ شوي دي او ددغه ډول جنایتکارو په دوکو نه غولیږي ، دپاکستان مسلمانان باید ددغه ډول جنایتکارو په خلاف په اتحاد او یوووالی سره مقابله وکړي .هغه د ایران د ملت او حکومت له خوا د پاکستان دملت او حکومت او په تیره بیا د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي ښودلې او د ټپیانو د زرترزره شفاء لپاره ئې دعا کړې ده .

د پاکستان په پیښور ښار کښې په جومات کې د ځانمرګي برید په هکله ستر دیني مرجع حضرت آیت ا... العظمی سید علی سیستانی دام ظله العالی دفتر په اعلامیې کې ددغه ستر دیني مرجع له خوا د لمونځ ګوزارو په شهادت غم رازي ښکاره شوې او درستو غمجنو خویندو او وروڼو ته ئې د صبر اوزغم سپارښتنه کړې ده .
حضرت آیت ا... العظمی سید علی سیستاني پخپل دغه پیغام کې وئيلي دي ،تاسو عزیزان او غمجنو کورنیو ته د تسلیت او غمشریکۍ مراتب وړاندې کوو او دوي لپاره صبر غواړو او د د دې غمجنې پېښې ټولو شهیدانو ته لوړې درجې او زخمیانو ته د عاجلې شفا غوښتنه کوو.
په دغه پیغام کې وئيل شوي دي ،دغه وحشتناک جنایت چې د مسلمانانو وحدت یې په نښه کړی دی غیر انساني اقدام دی او د پاکستان له قدرمن حکومته په ټینګار سره غواړو چې د ترهګرو ډلو له ظلم او جنایت څخه د بې دفاع خلکو د ساتنې لپاره دې په لازمو اقداماتو غور وکړي. او دا اجازه دې ورنه کړي، چې د دوی مذهبي غونډې دې د سخت دریځو افراطي ډلو له خوا له تاوتریخوالي او وحشیانه بریدونو سره مخ شي.
له دې سره په یووخت د پاکستان لومړی وزیر ولسمشر او نورو حکومتي چارواکو هم د خپل عادت په اساس ددغې غمیزې په سختو ټکو سره غندنه کړې او وئيلي ئې دي ، چې دوي ښه پوهیږي ، دغه جنایتکار له کوم ځایه راغلي او د چا لپاره کار کوي ،خو دیری کارپوهان او شناندي وائي ،کله دوي ته پته ده چې دغه جنایتکار له کوم ځایه راغلي او دچا لپاره کار کوي ،نو ډیره د حیرانتیا خبره ده چې بیا ولې د دوي خلاف کوټلي اقدامات نه کیږي .

د پاکستان د جماعت اسلامی مشر سراج الحق ، د جمعیت علماي اسلام ف څانګې مشر مولانافضل رحمن او نورو مذهبی او سیاسی ګوندونو مشرانو دغه پيښه په کلکه غندلې او وئيلي ئې دي ،د خداي په کور جومات کې د لمونځو ګوزارو په نښه کول هیڅکله هم د انسانانو کار نشي کیدلی او دغه وحشي ډوله جنایتکار باید خپل انجام ته ورسیږي .
داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان د اهل سنت کابو اتلسو ګوندونو اوډلو ټپلو په یوې ګډې اعلامیې کې دغه وحشي ډوله جنایت په کلکه غندلی او وئيلی ئې دي ، په د غه جومات برید پر ټول انسانیّت برید دی او باید مسلمانان ددغه شان وحشي ډوله جنایتکارو له وجوده مځکه پاکه کړي او پخپلو لیکو کې دغه شان ورانکارو او د اسلامی امت دښمنانو ته ځاي ورنکړي او د دوي په ضد باید په یو موټي او وحدت سره ګډه مبارزه وشي .
ایرناخبری اژانس هم راپور ورکړی ،د اسلامی ملګرتیا موسیسې عمومی منشي حسین ابراهیم طه هم دپاکستان د پيښور دغمیزې په سختو ټکو غندنې سره د پاکستان له خارجه وزیر شاه محمود قریشي سره په ټيلیفون تماس کې وئيلي دي ، ترهه ګري یو مشترکه چیلنج دی چې د نابودۍ لپاره ئې باید اسلامی امت او نړیواله ټولنه له یوه بل سره مشارکت وکړي .
وروستی راپورونه ښئ چې د پیښور د کوچه رسالدار سیمې دامامیه جومات د دغې غمیزې دشهیدانو ځيني جنازې بیګا تر شپې پورې خاورو ته سپارل شوي او ځیني نور هم خپلو ځاي سیمو ته وړل شوي دي .
دا هم وئیل شوي دي چې ممکنه ده دشهیدانو شمیر نور هم زیات شي .