May 11, 2022 07:38 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې له کرونا سره د مقابلې کمیټې بیا فعاله شوه

د اومیکرون کرونا د نوي ډول د وړومبي کیس په معلومیدو سره په پاکستان کښې له کرونا سره د مقابلې او مدیریت ملي کمیټې دوباره کار شروع کړ

د اومیکرون کرونا د نوي ډول د وړومبي کیس په معلومیدو سره په پاکستان کښې له کرونا سره د مقابلې او مدیریت ملي کمیټې دوباره کار شروع کړ

د پاکستان د روغتیا ملي ادارې پرون په یوې خبرپاڼې کښې په دغه هیواد کښې د کرونا په نوي ډول باندې د وړومبني کس د ککړیدو په تایید سره د اسلام آباد حکومت ته د دغه ډول کرونا د خطر په هکله خبرداری ورکړ او ورسره د مقابلې لپاره یې د خلکو له خوا د صِحّي ټکو د خیال ساتلو او د ویکسینو د لګولو په ضرورت باندې ټینګار وکړ.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف له کرونا سره د مبارزې او مدیریت د ملي کمیټې د بیاځلې فعالولو په حکم سره د هیواد د روغتیا له وزارته وغوښتل چې د دغه وایرس د مخنیوي لپاره فوري اقدامات او له یادې کمیټې سره مرسته وکړي.

 

ټیګونه