May 19, 2022 15:08 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره په تعامل د بلاول بوټو زرداری ټینګار

د افغانستان د خلکو مشکلاتو ته په پام سره بې شکه له طالبانو سره تعامل له ډیرو کړکیچونو د وتلو یوازنۍ لاره ده چی د هغو دوام افغانستان له انسانی غمیزو سره مخامخولې شی . دا موضوع دې ته په پام سره چی طالبان تراوسه د نړیوالې په رسمیت پیژندنې شرایط نلري ، له ډیر اهمیته برخمنه ده

د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداری په افغانستان کې د طالبانو له موقته حکومت سره تعامل ضروری وباله .

د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداری چی د خوړو امنیت په نړیواله غونډه کې د ګډون لپاره په نیوریاک کې دې ، وویل اسلام اباد به د افغانستان د خلکو د بد وضعیت د ښه کولو لپاره  ډله ایزو هلو ځلو ته دوام ورکړی او باوری دې چی د دغه هیواد د کړکیچ د اواری د مرستې لپاره له طالبانو سره تعامل مهم او ضروری دې .

د افغانستان د خلکو مشکلاتو ته په پام سره بې شکه له طالبانو سره تعامل له ډیرو کړکیچونو د وتلو یوازنۍ لاره ده چی د هغو دوام افغانستان له انسانی غمیزو سره مخامخولې شی . دا موضوع دې ته په پام سره چی طالبان تراوسه د نړیوالې په رسمیت پیژندنې شرایط نلري ، له ډیر اهمیته برخمنه ده . ځکه چی په افغانستان کې په څلورو لسیزو نیواک اوداخلی جنګونوکې دا د افغانستان خلک  په تیره بیا ښخې او ماشومان دي چی قرباني کیږی .

د افغانستان د مساییلو کارپیژاندې امین فرجاد په دې باره کی وایی په داسې حال کې چی طالبان په افغانستان د خپل  واک د نړیوالې پیژندنې د ترلاسه کولو لپاره د نړیوال پام د جلبولو لپاره د ضروری شرایطو په لړ کې کوم اقدام نه ترسره کوی له دغې ډلې سره تعامل یوازې له لوږې او بې وزلۍ د ژغورولو لپاره د افغانستان د خلکو یوازنې چانس دې .

په عین حال کې له طالبانو سره تعامل د سیمه ایزو او نړیوالو ټولنو او پاکستان له نظره متفاوت دې . ځکه چی د پاکستان د خدای بخښلی پخوانۍ لومړۍ وزیرې میرمتن بینظیر بوټو په شمول د پاکستان د پخوانیو او اوسنیو چارواکو په وینا اسلام اباد او واشنګټن د طالبانو په رامینځته کولو او پیاوړتیا کې لاس درلودلې دې . دا په دې معنا  ده چی د پاکستان له نظره له طالبانوسره هرډول ملګرتیا او تعامل باید د دغه هیواد له نظره او لارې ترسره شی . په همدې دلیل په وروستیو میاشتو کې له طالبانو سره د تعامل لپاره ټولې سیمه ایزې او نړیوالې هڅې بې نتیجې دي .

په وروستیوکلونوکې له افغانستان سره په ارتباط کې د پاکستان کړچار ښی چی د اسلام اباد له نظره له طالبانو سره تعامل یعنی د واشنګټن لخوا د دې ټکی منل چی  کابل ته ټولې ورتلونکي لارې د اسلام اباد له لارې ترسره کیږي ،

د افغانستان د مساییلو کارپیژاندې سروش امیری په دې باره کی وایی پاکستان ، افغانستان خپل حیاط خلوت بولی او په همدې دلیل په افغانستان کې د هر سیمه ایز او نړیوال هیواد د شتون په اړه سلبی سیاست تعقیبوی . په عین حال کی پاکستان دا فکر نه کاوه چی نړیواله ټولنه په افغانستان کې د طالبانوله بیا واک سره منفی چلند وکړي .

په هر حال د اقتصادی او معیشتی کړکیچ د حل په شمول په افغانستان کې د طالبانو د مشکلاتو د اواری په مرسته کې د پاکستان بې وسی سبب شوی ده چی د اسلام اباد دولت له طالبانو سره د تعامل شعار ورکړی خو د طالبانو دمشر ورور او د دغې ډلې د داخلی او بهرنیو سیاستونو د فیصله کونکی په توګه د پاکستان کتنې ډول سبب شوی دی چی د افغانستان د مشکلاتو په اواری کې جدی کار ترسره نشی .

 

 

ټیګونه