May 23, 2022 15:20 Asia/Kabul
  • عمران خان د خپلو پلویانو څخه د لاریونونو د دوام غوښتونکی شو

د پاکستان مخکنی لومړي وزیر له خپلو پلویانو څخه غوښټنه وکړه چي د پارلماني ټاکنو د تر سره کېدو تر نیټې پوري دي په اسلام آباد کې خپل لاریون ته دوام ورکړي.

د آناتولي له راپور سره سم، تېره ورځ د پاکستان مخکنی لومړي وزیر عمران خان خپلو پلویانو ته وویل چي په ټاکنو کې به ګډون وکړي او له ټولو پرګنیو غوښتنه وکړه چي په اسلام اباد کې په لاریون کې ګډون وکړي.

هغه تاکید کړی چي لاریون باید سوله ایزه وي.

د پاکستان د پارلمان د منحل کېدو د نیټې اعلان او د نوې ټاکنو تر سره کېدا د عمران خان دوې غوښتنې دي.

عمران خان چي څه موده مخکې د لومړي وزیر له کرسۍ څخه لیري شو، خپل ګوښه کېدا د امریکې دسیسه بولي او د پاکستان له امنیتي ځواکونو غوښتنه کړې چي د سوله ایزو اعتراضاتو مخنیوی نه وکړي.

 

ټیګونه