May 24, 2022 05:42 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې د تیارسی حالت د یوې خطرناکي ناروغۍ د خپراوی له ویري

پاکستان د بیزو پاکس په نامه د یوې خطرناکي ناروغۍ د خپراوی له ویري د تیارسئ حالت اعلان کړي او له ککړو هیوادونو سره په تګ راتګ کنټرول لګولی دی.

د روغتیا د نړیوالې ادارې له راپور سره سم، دغه ناروغۍ تر د نړۍ په ۱۲ هیوادونو کې لیدل شوي او کابو ۱۰۰ تنه تر اوسه په مبتلا شوي دي.

 د بیزو پاکس وایرس ابلې یا شری ته ورته ناروغي رامینځ ته کوي او له بیزو څخه انسان ته انتقالیږي چي په ۱۹۷۰ میلادي کال کې کشف شوی دی.

د ایرنا له راپور سره سم، پاکستاني رسنیو اعلان کړی چي د دې هیواد په سیند ایالت کې د یاد وایرس د خپراوی او د ککړو کسانو د شتون ویره شته او دولت روغتیایي تابیاوي سختي کړي دي.

د پاکستان د سیند د ایالت د روغتیایي چارو وزیر د روغتیایي سپارښتنو په ترڅ کې وویل: د بیزو پاکس ناروغۍ د نړۍ په زیاتو هیوادونو کې بېړنیز حالت رامینځ ته کړی دی باید پاکستان ته د دې ناروغۍ د خپراوی مخنیوی وشي.

د نړیوالي روغتیایي ادارې له راپور سره سم، یاده ناروغي د کرونا په څېر په چټکۍ سره نه خپریږي خو له مبتلا کس سره، تماس په صورت کې د ناروغه کېدو امکانات زیات دی.

 

ټیګونه