May 26, 2022 06:26 Asia/Kabul
  • د پاکستان د عمران خان لاریون اسلام اباد ته رسیدلی

زمونږ خبریال وايي څرنګه چې د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان نن سهار وختي اسلام اباد ته ورسید او د ډي چوک په لورن روان شو فیډرال حکومت هم په ریډ زون سیمه کښې د پوځ د دیره کیدا اجازه ورکړه چې د مهمو حکومتي ودانیو ساتنه وکړي .

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله وویل حکومت خوشحاله دی چې د اساسي قانون د ۲۴۵ اصل پراساس په ریډ زون سیمه کښې د پوځ د دیره کیدا اجازه ورکوي .

د پاکستان پوځ به په اسلام باد کښې د سترې محکمې ، د پارلمان ، د لومړي وزیر د کور ، د ولسمشرۍ د ماڼۍ ، د سیکریټریټ او د سفارتونو ساتنه وکړي .

ویل کیږي چې له خیبر پښتونخوا صوبې څخه د عمران خان کاروان اسلام اباد ته رسیدلی .

عمران خان له خپلو پلویانو غوښتي دي چې د اسلام اباد ډي چوک ته ځانونه ورسوي او  په خپلو ښارونو کښې هم  لاریونونه ترسره کړي .

د تحریک انصاف  غړیو د پنجاب پولیسو له غړیو سره نښته کړي ده او علی اسجد ملخي او جاوید چیمه نیول شوي دي .

د پاکستان د پنجاب صوبې پولیسو د عمران خان د ازادۍ په نوم د لاریون په ګډونوالو باندې اوښلن ګازونه شیندلي دي .

د پاکستان مشهور خبریال حامد میر وویل چې ما د تحریک انصاف ګوند له یوې مشرې میرمن شیرین مزاري څخه دغه پیغام ترلاسه کړی دی  چې  ادعا کوي د پنجاب پولیسو چې د ښځو او د ماشومانو پرضد کوم اوښلن ګازونه استعمال کړي دي د هغوې د مصرف نیټه تیره شوي وه یعني ایکسپایرډ وو .

دغه راز د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان په یوې ویډیو وینا کښې له ټولو پاکستانیانو غوښتي دي چې په خپلو ښارونو کښې دې مظاهرې وکړي او اسلام اباد ته روان خلک باید ځانونه ډي چوک ته ورسوي .

هغه له ښځو او ماشومانو هم وغوښتل چې د حقیقي ازادۍ لپاره له خپلو کورونو راووځي .

عمران خان وویل دا ښه خبر دی چې سترې محکمې فیصله کړي ته چې د ازادۍ د لاریون به وخت به هیڅوک ونه نیول شي .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان نن سهار وختي له خیبر پښتونخوا صوبې څخه پنجاب صوبې ته رسیدلی او اوس په اسلام باد کښې دی او ډي چوک ته روان شوی دی .

د پاکستان د حکومت ویاندې میرمن مریم اورنګزیب او دغه راز عمران خان دغه خبرونه دروغ بللي دي چې د دغو دوو سیاسي ګوندونو ترمینځ کومه موافقه شوي ده .

مریم اورنګزیب وویل د پاکستان د فیډرال حکومت او د عمران د تحریک انصاف ترمینځ هیڅ ډول موافقه نه ده لاسلیک شوي .

هغې وویل له وسله والې ډلې سره به  چې د پولیسو کسان شهیدان هیڅ ډول موافقه ونشي .

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنا الله ویلي دي چې سترې محکمې حکم کړی دی چې حکومت دې له عمران خان سره د خبرو لپاره یو ټیم جوړ کړي .

تحریک انصاف له مخکې څخه یو تیم جوړ کړی دی چې مشرۍ یې ډاکټر بابر اعوان کوي .

Image Caption

 

Image Caption

 

ټیګونه