May 26, 2022 08:12 Asia/Kabul
  • د پاکستان د حکومت اود تحریک انصاف  ترمینځ موافقه شوي ده

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان نن سهار وختي د اسلام اباد په ناینتهه اوینیو (9th Avenue) سیمه کښې خلکو ته په وینا کښې د انتخاباتو د نیټې د اعلانولو لپاره حکومت ته شپږ ورځې وخت ورکړي او خبرداری یې ورکړ په بله بڼه کښې به دې له ټول ملت سره یوځاې اسلام اباد ته بیرته ورشي .

هغه د پاکستان اوسنی  حکومت  چې دې یې وارد  شوی یعني ایمپورټیډ(Imported) ګڼي د خلکو د نیولو ، د چاپو د اچولو او د تحریک انصاف د کارکونکو د ورتلو د مخه د نیولو په شان د تاکتیکونو د کارولو په خطر وغاند او د سترې محکمې مننه یې وکړه چې دغه چارې ته یې پام کړی دی .

عمران خان وویل د پاکستان د سترې محکمې قاضیان ستر مسوولیت لري او بیا یې پوښتنه وکړه په کومې ډیموکراسۍ کښې داسې کیږي چې سوله ییزو مظاهرو ته اجازه نه ورکول کیږي  او په مظاهره چیانو باندې د پولیسو لخوا اوښلن ګازونه شیندل کیږي او هغوې نیول کیږي .

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ادعا وکړه چې له پولیسو سره په نښتو کښې د تحریک انصاف پینځه کارکونکي وژل شوي دي او زیاته یې کړه یو کس له اټک پل څخه غورځیدلی او مړ شوی او بل د پولیسو لخوا د اوښلن ګاز د شیندلو له کبله مړ شوی او بل کارکونکی پولیسو راوي سیند ته غورځولی .

عمران خان زیاته کړه ما ته اطلاع شوي ده چې پولیسو په کراچۍ کښې هم د تحریک انصاف درې کسان وژلي دي .

عمران خان له سترې محکمې وغوښتل چې په پاکستان کښې کوم ډول جنایت روان دی .

د تحریک انصاف مشر عمران خان نن سهار اسلام اباد ته ورسید او د ډي چوک په لور روان شو .

نوی خبر وايي چې د عمران خان او د حکومت ترمینځ یوه موافقه شوي ده چې عمران خان به پرلتې نه وهي او یوازې به غونډه کوي .

دغه موافقه د ایسټبلیشتمنټ په مرستې  سره شوي ده .

Image Caption

 

 

ټیګونه