د پاکستان د سفیر په کوربه توب د افغانستان په اړه د سیمې د سفیرانو غونډه شوې
May 27, 2022 05:36 Asia/Kabul
پاکستاني سفير ويلي، چې په دې غونډه کې د افغانستان د سولې، ثبات، پرمختګ او ورسره د سیمې د تړاو په اړه خبرې شوي.
په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمد خان په کابل کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د سفيرانو غونډه جوړه کړې ده.
نوموړي په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي، چې ياده غونډه یې په خپل سفارت کې جوړه کړې او د ایران، ترکېې، ازبکستان، ترکمنستان هېوادونو او اسلامي همکاریو سازمان سفیرانو پکې برخه لرله.
پاکستاني سفير ويلي، چې په دې غونډه کې د افغانستان د سولې، ثبات، پرمختګ او ورسره د سیمې د تړاو په اړه خبرې شوي.
د طالبانو زياتو منتقدینو د دغې غونډې په اړه مختلف بحثونه کړي.
طالبانو په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.