May 28, 2022 12:50 Asia/Kabul
  • د وحدت له دښمنانو سره مقابله د تهران او اسلام آباد ګډ هدف دی

د پاکستان د مذهبي چارو وزیر د اسلام د حقانیت او د مسلمانانو د حقوقو دفاع او له اختلاف اچونکو دسیسو سره مقابله د تهران او اسلام آباد ګډې اهداف وبلل

د پاکستان د مذهبي چارو وزیر له اسلامي ارزښتونو په دفاع کښې د ایران د رول په قدرونې سره د مسلمانانو د وحدت او یووالي له دښمنانو سره مقابله د اسلام آباد او تهران ګډ هدف وباله.

مفتي عبدالشکور په اسلام آباد کښې د ایران د اسلامي کلتور او ارتباطاتو د ادارې د نړیوالو کلتوري چارو د پراختیا د مرستیال حسین روزبه په مشرۍ د ایراني پلاوي په کتنه کښې وویل چې د دواړو ورور او ګاونډي هیوادونو قومي اشتراکات په تیره بیا ولسي قومي اړیکې د پاکستان او ایران د اړیکو د پایدارۍ وجه او د هغو د پراختیا لامل دي.

هغه په مذهبي او کلتوري او د دیني تحقیقاتو په برخې په تیره بیا د اسلامي مذهبونو د علماؤ او دیني پوهانو ترمینځ د پلاویو د تبادلې په لړ کښې د پاکستان او ایران د تګ راتګ د زیاتیدو په ضرورت ټینګار وکړ او د اسلامي نړۍ د یووالي په پياوړتیا او د مسلمانو ولسونو د حقوقو په تیره بیا د فلسطین د خلکو د ارمان لپاره مبارزه او د صهیونیسټي رژیم خلاف ګډه مقابله یې ډیره مهمه وبلله.

هغه زیاته کړه: د اسلام د حقانیت او د مسلمانانو د حقوقو دفاع او له اختلاف اچونکو دسیسو سره مقابله د تهران او اسلام آباد ګډې اهداف دي.

هغه هم داشان وویل چې د حج له مراسمو وروسته به تهران ته سفر راوکړي.

په دغه کتنه کښې د ایران د اسلامي کلتور او ارتباطاتو د ادارې د نړیوالو کلتوري چارو د پراختیا مرستیال حسین روزبه هم له ګاونډیانو سره د اړیکو پياوتیا ته پاملرنه د ایران د اسلامي جمهوریت د سیاست اصل وباله او زیاته یې کړه: په دې لړ کښې پاکستان د ایران په کلتوري اړیکو کښې ځانګړی مقام لري او مونږ د دواړو هیوادونو مذهبي، جغرافیايي، ولسي او تاریخي مشترکات د دوه اړخیزو تعاملاتو د دوام لپاره ډیر مهم ګڼو.

 

ټیګونه