د اسرائیل مهارېدا د برجام د ایټمي نړیوالې موافقې د راژوندي کېدو لپاره ضروري ده
د پاکستان ډان ورځپاڼې په نړیوال ایټمي آژانس کې د ایران ضد پریکړه لیک تصوېبېدا د برجام له موافقې څخه د لیري کېدا په معنا وباله او ولیکل: د برجام د موافقې راژوندې کېدا د باورجوړونې لپاره مهمه ده لیکن باید د اسرائیل مخه ونیول شي.
د ایران په ضد د امریکې او د دریو اروپایي هیوادونو له لوري تیار شوی د پریکړه لیک د تیري اوونۍ د چهار شنبې په ورځ د روسیې او چین د مخالفت سره سره، د ایټمي انرجیو د واکمنې شورا په غونډه کې تصویب شو.
دغه پریکړه لیک د ایران له لوري په رېښتني همکاریو باندې د سترګو په پټولو سره، د سیاسي موخو په لړ کې د اسرائیل د رژیم د خوشحاله کېدو لپاره د ایټمي انرجیو د نړیوال آژانس په واکمنه شورا کې تصویب شو.
د ایران اسلامي جمهوریت د دغه پرېکړه لیک په غبرګون کې، د ایټمي انرجیو له نړیوال اژانس سره، له سیوګارد بهر اضافي همکارۍ یې چي د ښه نیت ښودلو په خاطر تر سره کاوه، بندې کړي دي.
د پآکستان ډان ورځپانې په دې اړه په خپله سرمقاله کې د ایران او د ایټمي انرجیو د نړیوال آژانس تر مینځ د اختلافاتو تر عنوان لاندې، په سیمه ایز او نړیوال ثبات او سوله باندې د دې پریکړه لیک د ناوړو اثراتو په هکله لیکنه کړې او د اسرائیل له لوري د اختلافاتو په رامینځ ته کولو یې سختې نیوکې کړي دي.
د پاکستان چاپ دغه ورځپاڼې لیکلي چي اسرائیل د ایران د مهمو شخصیتونو په ټرورولو کې ښکېل دی، په مینځني ختیځ کې هم د ایران ګټې د اسرائیل له لوري ګواښل کیږي او په اوسني حالاتو کې هم اسرائیل په بل شوی اور تېل شیندي.
ورځپاڼه لوېدیځو هیوادونو ته په خطاب کې ولیکل: د اختلافاتو د زیاتېدو د مخنیوی لپاره، د برجام د موافقې راژوندي کېدا او د اسرائیل مهارول یوه ضروري اقدام دی چي کولایشي د باور د فضا له رامینځ ته کولو سره مرسته وکړي.
ډان خبرداری ورکړی چي که د ایران او لوېدیځ تر مینځ شخړې زیاتې شي، کېدایشي د تېلو او انرجیو بیه نوره لوړه شي او په یوه بله حساسه سیمه کې خطرناکې نښتې وشي.